جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېپه افغانستان بانک کې د اجمل احمدي ګومارنه او اغیزې یې

په افغانستان بانک کې د اجمل احمدي ګومارنه او اغیزې یې

ج. صبوری  

د افغانستان بانک قانون د ۱۸ مادې د درېیمې فقرې پر بنسټ د افغانستان بانک د ټولو رییس په نشتون یا د کار د ناتواني په حالت کې د بانک لومړی مرستیال د بانک سرپرست وي او د ټولو رییس په توګه صلاحیت لري.

د بانک د ټولو رییس د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې تر تائید وروسته په کار ګومارل کیږي. په تیرو شل کلونو کې د بانک ټول رییسانو لومړی د ولسي جرګې د اعتماد رایې ترلاسه کړي بیا د عمومي ریاست چارې په غاړه اخیستې دي. خو ولسمشر غنی دغه اصل په پام کې ونه نیوه او اجمل احمدی یې د ولسې جرګې له اعتماد رایې پرته د بانک د ټولو رییس کړ.

د ولسي جرګې له اعتماد رای پرته د اجمل احمدي ټاکنه څه ستونزې لري؟

د افغانستان بانک له حکومت نه خپلواکه دی. د خپلواکۍ ساتلو لپاره د بانک د ټولو رییس او لومړی مرستیال یې د پنځه کلونو لپاره ټاکل کیږي چې تر سیاسی فشار لاندې رانه شي او په خپلواکه توګه پولي او مالي پلانونه عملي کړي. خو کله چې د بانک د ټولو رییس د ولسی جرګې د اعتماد رای ته اړتیا ولري نو دا امکان شته چې سرپرست تر سیاسی فشار لاندې راشی او داسې سیاستونه وضع کړي چې د مالی او پولی ثبات زیانمن کېدلو لامل شي.

د افغانستان ولسي جرګه چې د رای پلورنې ریکارډ لري او د وکیلانو په خپله ادعا ان په تشنابونو کې رايې پلورل کېږي او د ولسمشر مرستیال یې په فساد تورنوي، دا شونتیا شته چې اجمل احمدي د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره په غیر قانونی یا غیر اصولی کړنو لاس پورې کړي په ځانګړې توګه چې هغه یو ځل د ولسي جرګې لخوا د سوداګرۍ وزارت لپاره د اعتماد رایه ترلاسه نه کړه.

 د ولسي جرګې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو یوه لار “د افغانستان بانک” کې د ولسي جرګې د بانفوذه استازو لخوا ورپیژندل شوي کسانو ګومارنه ده. د ګومارنو لپاره هغه اړ دی چې د بانک ځینې بستونه خالي کړي یعنې برحاله کارمندان په مختلفو بهانو منفک کړي. اجمل احمدي دغه اقدام سمدستي وکړ. د بانک لومړی او دویم مرستیال په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي یې منفک کړي دي او پر ځای یې د خپلې ډلې یا د متنفذو وکیلانو کسان ګومارلي. اجمل احمدي ځان سره پنځلس کسان راوستل او هغوي يې پرته له اداري مراحلو وګمارل. تر اوسه هغه تر شپیتو زیات کسان بانک کې ګمارلی. په داسې حال کې چې د افغانستان بانک د قانون ۲۳ مادې پر بنسټ د تقنینی اسنادو په رڼا کې د کارمندانو ټاکل او منفک کول یوازې د هئیت عامل واک دی نه د بانک د ټولو رییس. اجمل احمدي دغه مادې ته دوه افغانۍ ارزښت نه ورکوي.

د دغه ډول استخدام یوه بیلګه یما سیاوش و. یما سیاوش څو اوونۍ وړاندې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د هغه تر مرګ وروسته د یما سیاوش پلار ولیکل: “جذب يما سياووش به د افغانستان بانك:

يما سياووش بنابر تقاضاي مكرر و مصرانه رئيس بانك مركزي يا د افغانستان بانك به آن اداره مقرر شد. پس از آنكه سخنگوي بانك مركزي به وظيفه ديگري تبديل شد، رئيس بانك خواست از طريق معرفي سخنگوي قبلي، يما سياووش را به صفت جانشين وي معرفي كند.

يما سياووش با تقرر به اين پست به دليل اينكه در گذشته از اجراآت دولت به کرات انتقاد كرده بود موافقت نكرد. بنابران رئيس بانك خواست وي را به صفت مشاور بانك مقرر نمايد. هر چند موصوف بازهم عدم موافقت خود را با پست مشاور، به دليل اينكه رشته تحصيلاتش علوم سياسي بود ، ابراز داشت اما بنابر اصرار رئيس بانك، بالاخره موافقت كرد.”

په لنډو ټکو کې، دا يې لیکلي چې د یما سیاوش خوښه نه وه چې د خپلې رشتې خلاف بانک کې کار وکړي خو د اجمل احمدي لخوا بیا هم استخدام شو.

دا د هغه فساد بیلګه ده چې اجمل احمدي د افغانستان بانک کې ترسره کړی او لا روان دی ځکه لا تر اوسه يې د اعتماد رای نه ده ترلاسه کړی نو باید داسې نور کسان هم وګماري.

بل اړخ د صرافانو لخوا د اجمل احمدي ستایل دي. د افغانستان بانک مکلف دی چې صرافیانې وڅاري. دا نادره ده چې غل دی پولیس وستايي چې پر موږ ښه څارنه لرې. دا نه وایم چې صرافان غله دي خو د قانون له نظره صرافان غیر قانوني کارونه لکه د پیسو غیر قانوني انتقال، د پیسو وينځل، د تبادلې نرخ متزلزله کول او داسې نورې کړنې ترسره کولای شي نو ځکه “د افغانستان بانک” يې څاري. اوس دې اجمل احمدي هغه کړنې روښانه کړي چې د هغو په پام کې نیولو سره صرافانو اجمل احمدي ته ستاینلیک ورکړ!

د افغانستان بانک قانون مطابق، د ټولو رییس پرته له هغه جلساتو چې له بانک او بانکي سکټور سره اړخ لري نشي کولای نورو مجلسونو کې ګډون وکړي یا د ملي شورا غړی شي یا د کابینې غړی شي یا بانکي سکټور کې کار وکړي. خو له هغه ځایه چې اجمل احمدي لا تر اوسه د مالي او پولي ثبات او بانکي خدماتو بهتره کولو لپاره د پام وړ اقدام ندی کړی (پرته له صرافانو چې خوشاله دي.) نو ددې لپاره چې له خلکو هېر نشي هر کله ناکله په داسې غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کوي چې د افغانستان بانک سره اړیکه نلري لکه د نوري فایبر غونډې، د سوداګرۍ اتاق فدراسیونو غونډه لکه دا چې اوس هم د سوداګرۍ وزیر وي یا د افغان بیسیم او یوه ترکمنستاني شرکت تر منځ تړون لیک لاسلیک کولو غونډه.

د افغانستان بانک قانون مطابق، د بانک د ټولو رییس باید ښه شهرت ولري تر څو د افغانستان بانک ښه شهرت لا غښتلی کړي یا يې حد اقل وساتي. خو اجمل احمدي راتګ سره دغه بانک خپل نیک نوم له لاسه ورکولو حالت کې دی. کله د کابل بانک مقروض یا عامه اصطلاح غل (داوي) د اجمل احمدي میلمه وي او کله د بانک برق چې هیڅکله باید قطع نشي د ساعتونو لپاره قطع کیږي او کله رسنۍ او ژورنالیستان ته اطلاعات نه ورکوي چې دا هم اطلاعاتو ته لاسرسي قانون خلاف کار دی، کله بیا درې اوونۍ دفتر ته نه راځي او د بانک چارې د یوې شعبې آمر مخته وړي ځکه د بانک دواړه مرستیالان د اجمل احمدي لخوا منفک شوي او نوي مرستیالان لا نه دي ورپیژندل شوي ځکه د ولسي جرګې رای سره اړیکه لري چې کوم متنفذ وکیل ته ورکړل شي. اجمل احمدي داسې انارشي او خپلسري بانک کې حاکمه کړی چې د بهرني هېوادونو سفارتونه مجبور شوو چې په اړه یې ټويټ وکړي.

په داسې یو وضعیت کې چې اجمل احمدي نه د بانکدارۍ تجربه لري، نه په دې څانګه کې زده کړې، نه ښه شهرت لري او رسنیو سره هم ښیې اړیکې نه لري، آیا د افغانستان بانک به وکولای شي مالی او پولي ثبات، د افغانستان بانک خپلواکي او ښه شهرت وساتي؟! هیڅکله!

1 COMMENT

  1. د ډېرې خواشینۍ ځای دی کله چې ارتجاع او امپریالیزم په دې هېواد کې واک ولري، نو همداسې نا پېژانده کسان به په مهمو او حساسو ځایونو کې ګمارل کېږي. دا بې هویته کسان تل په پردیو پورې تړلي او د هغوی اجنداوې پر مخ بیایي. چې ولسمشر مو د پردیو په لاس راته ګمارل کېږي، د وړو څوکیو کسان خو به همدا ډول وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب