پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسمچۍ وزمه ډرون له هر ځایه تېرېږي

مچۍ وزمه ډرون له هر ځایه تېرېږي

تاند(پنجشنبه، د قوس ۶) استرالیايي ساینسپوهانو داسې ډرون یا بې پېلوټه الوتکه جوړه کړې چې هوبهو د شاتو مچۍ ته ورته ده.

د شاتو مچۍ په بندو او له خنډونو ډکو ځایونو کې بې له دې چې له کوم شي سره ټکر شي، الوتلای شي. استرالیايي ساینسپوهانو په خپله جوړه کړې بې پېلوټه الوتکه کې د شاتو د مچۍ همدا ځانګړتیاوې په پام کې نیولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې له نورو ژوو څخه په الهام داسې یوه وسیله جوړېږي؛ ډېر کلونه پخوا هیلي کوپتر له بمبیرک څخه او الوتکې له ځینو کبانو څخه څخه په الهام جوړې شوي دي.

د استرالیايي ساینسپوهانو له لوري جوړه شوې بې پېلوټه الوتکه په تنګو ځایونو کې الوتلی شي.

دا روباټ یا بې پېلوټه الوتکه خنډونه پېژندلی او د ځای شرایط درک کولی شي او وروسته پرېکړه کوي چې څنګه تېره شي.

استرالیايي ساینسپوهان هیله لري چې له لومړنیو تجربو وروسته داسې ډېرې بې پېلوټه الوتکې جوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب