پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهافغان چارواکي: افغانانو ته د اماراتو د ویزې بندېدو موضوع موږ سره...

افغان چارواکي: افغانانو ته د اماراتو د ویزې بندېدو موضوع موږ سره نه ده شریکه شوې

تاند (چهارشنبه د قوس ۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه په رسمي توګه دوی ته نه دي ویل شوي چې امارات افغانانو ته ویزې نه ورکوي.

د وزارت ویاند ګران هېواد وايي، تر اوسه یې د متحده عربي اماراتو لخوا داسې کوم سند یا خبر نه دی ترلاسه کړی چې دغه هېواد دې په افغانانو ویزې بندې کړي دي.

د نوموړي په خبره چې دوی دغه موضوع یواځې په رسنیو لیدلې او رسماً چا ورته په دې هکله څه نه دي ویلي.

د متحده عربي اماراتو د دولتي خبرځایونو په قول رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د اماراتو په دې پرېکړه کې د افغانستان، سوریې، پاکستان، سومالیا، لیبیا، یمن، الجزایر، کینیا، عراق، تونس او ترکیې په ګډون ۱۳ اسلامي هیوادونه شامل دي.

یوې دولتي سرچینې رویټر خبري اژانس ته وویل چې افغانانو، پاکستانیانو او د څو نورو هیوادونو اتباعو ته د وېزې ورکړه موقتاً د امنیتي ملحوظاتو په خاطر بنده شوې ده.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d9%88/

په وروستیو څو لسیزو کې متحده عربي امارت د افغانستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادنو لپاره د پانګونې ښه ځای بلل شوی دی او ګڼ شمېر افغانان پکې په کارونو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب