Homeخبرونهد نړۍ نامتو فوټبالر دیګو مارادونا وفات شو

د نړۍ نامتو فوټبالر دیګو مارادونا وفات شو

تاند(چهارشنبه، د قوس۵) د فوټبال نامتو ارجنټایني لوبغاړی دیګو مارادونا د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د درېدا له کبله مړ شو.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، ماردادونا دوې اوونۍ وړاندې په مازغو کې د غوټې عملیات کړی و.

مارادونا په اتیایمه لسیزه کې د نړۍ تر ټولو مشهور او تکړه لوبغاړی ګڼل کېده؛ وروسته د ارجنټاین د فوټبال ټیم روزونکی شو او یوه موده یې، چې ارجنټاین خراب اقتصادي وضعیت درلود د کابینې د غړي په توګه کار وکړ.

خو د ده ژوند له ډېرو لوړو ژورو ډک و. یوه موده په مخدرو موادو روږدی شو بیا په الکولو معتاد شو.

ده په ۱۹۸۶ م کال د ارجنټاین لپاره نړیوال جام وګوټ او د خپل وخت تر ټولو ښه ګولونه یې ووهل.

۶۰ کاله د یوه ورزشکار لپاره ډېر کم عمر دی چې ومري خو مارادونا روغتیا ته تقریباً هیڅ پام نه دی کړی.

مارادونا چې له فوټباله له تقاعد کېدو وروسته د (Gimnasia y Esgrima) لوبډلې روزونکی و، په ځلونو د ناروغیو له کبله په روغتون کې بستر شوی او یو ځل یې پخوا د زړه جراحي عملیات هم کړي وو.

په دوه زرم میلادي کال کې هم نژدې و چې د کوکین د استعمال له کبله ومري. وروسته څو کاله تر کلکې څارنې لاندې و چې مخدر مواد ونه کاروي.

دغه راز په ۲۰۰۵ م کال یې د چاغښت له کبله عملیات شو. دوه کاله وروسته د ډېرو الکولو د څښلو له کبله د ځیګر په ناروغۍ (هیپتایت) اخته شو.

د مارادونا په اړه دا مستند جوړ شوی فلم په لیدو ارزي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...