جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاماراتو افغانانو او پاکستانیانو ته د وېزو ورکړه ودروله

اماراتو افغانانو او پاکستانیانو ته د وېزو ورکړه ودروله

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) متحده عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۱۳ هیوادونو اتباعو ته د نویو وېزو ورکړه منع کړې ده.

د متحده عربي اماراتو د دولتي خبرځایونو په قول رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د اماراتو په دې پرېکړه کې د افغانستان، سوریې، پاکستان، سومالیا، لیبیا، یمن، الجزایر، کینیا، عراق، تونس او ترکیې په ګډون ۱۳ اسلامي هیوادونه شامل دي.

یوې دولتي سرچینې رویټر خبري اژانس ته وویل چې افغانانو، پاکستانیانو او د څو نورو هیوادونو اتباعو ته د وېزې ورکړه موقتاً د امنیتي ملحوظاتو په خاطر بنده شوې ده.

دې سرچینې د امنیتي اندېښنې جزییات څرګند نه کړل.

د متحده عربي اماراتو د سوداګري پارک له لوري شرکتونو ته په استول شوي لیک کې، چې رویټرز خبري اژانس لیدلی، ویل شوي چې د

وېزو صدور د نوومبر له اتلسمې څخه منع شوی دی.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d9%88%db%90%d8%b2%db%90-%d8%af-%d9%88%d8%b1%da%a9%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a8%d8%af%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%be%db%8c%d8%b3%d9%88-%d8%b6/

په دې لیک کې ویل شوي چې د ۱۳ هیوادونو د اتباعو د وېزې غوښتنلیکونه تر بلې خبرتیا پورې ونه مني.

په لیک کې دا نه دي راغلي چې ایا د دغو ۱۳ هیوادونو اتباعو ته د وېزې په ورکړه کې کومه استثنا شته او که نه.

متحده عربي امارات دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له دې کړې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې له یوې چاودنې وروسته فرانسې په متحده عربي اماراتو کې خپلو اتباعو ته د احتیاط کولو امر وکړ.

د سعودي د چاودنې مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

1 COMMENT

  1. زما په نظر
    تحریم سوی هیوادونه هغه هیوادونه دی کوم چی د اسرائیلو سره ئې د اماراتو د مناسباتو د رسمیت په وړاندی منفی غبرګون ښودلی دی او د جدې د چاودونو ارتباط ددې موضوع سره یوه ګُمراه کوونکې سناریو ده
    بله خبره داده
    هیله ده او دُعا کوو چی هم زموږ د هیواد غمیزه په خیر ختمه سی او هم په سیمه خصوصاً خلیج کی کومه بله وړوکې یا لویه جګړه و نه نښلی
    که ونښلی ( چی بیا هم هیله مند یو و نه نښلی)
    که ونښلی؟
    نو د جګړې په لومړیو څلور څلویښت دقیقو کی به د برج الخلیفه د څوکی لومړنۍ برخه ( حد اقل پنځه متره برخه) د ډوبۍ د خلیفه په مقعده کی خوځیږی او د برج منځنۍ او لومړنۍ برخه به د ټول امارات موجودیت په لُټه بدل کاندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب