جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامنیتي چارواکي: طالبانو میدان وردک کې ۲۸ ملکيان تښتولي

امنیتي چارواکي: طالبانو میدان وردک کې ۲۸ ملکيان تښتولي

تاند (چهارشنبه د قوس ۵) د میدان وردک امنیتي چارواکي وايي، طالبانو نن سهار ددغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ۲۸ ملکي وګړي له ځان سره بېولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند محمد هوفیانی وايي، د طالبانو یوه قوماندان د مسافرو نژدې لس موټره چې د دغه ولایت له بهسودو څخه د کابل په لور روان و د محراب پله په سیمې کې ودرولي او ۲۸ مسافر یې له ځان سره بیولي دي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي، خو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي د دوی څېړنې ښيي چې دغه کار طالبانو تر سره کړی دی.

د نوموړي په وینا د سیمې د سپین ږیرو او قومي مشرانو له خوا د دغو کسانو د خلاصون لپاره هڅې پیل شوي دي.

د میدان وردک د ولایتي شورا غړي وايي چې یاد ملکي وګړي د سید تقي په نوم د یوه پخواني جهادي قومندان چې په بچه سید فروتن مشهور دی او په دې وروستیو کې طالبانو سره یو ځای شوی دی په سیاه پیتو سیمه کې تښتولي دي.

میدان وردک د کابل سوېل ته پروت نا امن ولایت دی، چې طالبان یې په مختلفو برخو کې پراخ حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب