شنبه, مې 18, 2024
Home+ټکنالوژي له شاعر سره په شعر کې مرسته کوي

ټکنالوژي له شاعر سره په شعر کې مرسته کوي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) ګوګل د (Verse by verse) یا مصرع په مصرع یوه وسیله جوړه کړې چې له کاروونکي سره د شعر په لیکلو کې مرسته کوي.

د دې وسیلې کاروونکی۳ ستر شاعران لکه ایملي ډکنسن، والټ وایټمن او اډیګار النپو غوره کولی شي چې له هغو الهام واخلي. کله چې کارن شاعران او د شعر جوړښت غوره کړ، د ګوګل مصنوعي ذهانت (ارټیفیشل انټلجنس) له کارن څخه غواړي چې د شعر لومړۍ مصرع ولیکي. په بل پړاو کې مصنوعي ذهانت بېلابېل انتخابونه کاروونکي ته وړاندې کوي او ده ته یې پرېږدي چې انتخاب وکړي.

دا وسیله کارن نه مجبوروي چې حتماً هغه څه غوره کړي چې ورته وړاندیز کوي یې. کارن د ګوګل د مصنوعي ذهانت له لوري په وړاندیز شویو بیتونو کې بدلون راوستلی شي.

د دې وسیلې هدف دا دی چې شاعر ته الهام ورکړي نه دا چې د هغه لپاره بشپړ شعر ولیکي. ممکن د شاعر په ذهن کې یو څه ګرځي خو الفاظ ورته نه شي موندلی خو دا وسیله ورته بېلا بېل موضوعات، الفاظ او سلامتې مصرعې وړاندیز کوي چې د هغو له منځه انتخاب وکړي.

د ګوګل انجینران وايي چې په دې وسیلې کې یې د بې شمېره شاعرانو شعرونه زېرمه کړي چې له هغو څخه

مصنوعي ذهانت په اسانه شاعر ته وړاندیز وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب