تاند (چهار شنبه د قوس ۵) د سریلانکا لومړی پړاو لنکا سوداګریز لیګ سبا پنجشنبه د نومبر په ۲۶مه پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۶مې دوام کوي.
په لنکا لیک ګې ټولې پینځه لوبدلې لوبېږي چې د افغان لوبغاړو په ګډون پکې د بېلا بېلو هېوادونو مشهور لوبغاړي اخیستل شوي دي.
ددغه لیګ د خپرولو حقوق په افغانستان کې ملي سپورټ تر لاسه کړي دي.
په یاد لیګ کې اووه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي. حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نوین الحق، قیس احمد، کریم صادق، سمیع الله شینواری او افتاب عالم هغه لوبغاړي دي چې په لنکا لیګ کې به ولوبېږي.
دا لومړی ځل دی چې په یوه بهرني لیګ کې پینځه افغان توپ وهونکي او دوه توپ اچونکي اخیستل شوي، خو تر دې وړاندې بیا په بهرنیو تجارتي لیګونو کې ډېر فوکس په توپ اچونکو شوی دی.
د سریلانکا کرکټ بورډ لنکا پریمیئر لیګ سیالیو لپاره پخوا مهالوېش جوړ شوی و، خو د کوېډ-۱۹ له کبله یادې سیالۍ ځنډېدلې وې.