جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبامیان کې دوو چاودنو ۱۴ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

بامیان کې دوو چاودنو ۱۴ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

تاند (سه شنبه د قوس ۴) د بامیان ځايي چارواکي وايي، چې  په دغه ولایت کې د دوو چاودونو له امله له ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بامیان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر فروغ الدین امیري وايي، دغو چاودنو ۱۴ کسان وژلي او له ۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

روغتیايي مسؤلین زیاتوي، ښایي د مرګ ‌ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي: «نن ماښام شااوخوا ۰۴:۴۰ دقيقې د باميان ښار د سرک نو د سه راهي بازار سيمه کې انصاف مارکېټ ته مخامخ د چاودېدونکو موادو چاودنه کې يو ترافيک او ۱۳ ملکيان شهيدان شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان شوي دي.»

د طالبانو ویاند ذببح الله مجاهد وايي، دوی په دې برید کې لاس نه لري. طالبانو تر دې پخوا هم پر هزاره مېشتو سیمو کې دا ډول بریدونه نه دي کړي او نه یې کوم هزاره وګړی په دې خاطر ترور کړی چې د حکومت پلویتوب کوي. طالبان عموماً پر پښتنو او پشتون مېشتو سیمو بریدونه کوي. پر هزاره ګانو عموماً داعش بریدونه کوي.

خو دا په تېرو ۱۹ کلونو کې غالباً لومړنی ځل دی چې په بامیان ولایت کې د چاودنو غږ اورېدل کېږي.

1 COMMENT

  1. عجیبه دا ده چی طالبان او داعش چی هیڅ بیلوالی نه لري، بادار یی یو، سپورټر یی یو، هدف یی یو او موږ ساده ګان وایو چی داعش او طالب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی