Homeخبرونهجینیوا کنفرانس: له افغانستان سره د دیارلس میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه

جینیوا کنفرانس: له افغانستان سره د دیارلس میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وشوه

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) جنیوا کنفرانس له افغانستان سره د شاوخوا دیارلس میلیارده ډالر مرستې په اعلان سره پای ته ورسېد.

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د جنیوا په کنفرانس کې تر ۲۰۲۵ کال پورې له افغانستان سره د شاوخوا دیارلس میلیارده ډالرو مشروطې مرستې ژمنه شوې ده.

د شمروز خان مسجدي په خبره په دې توګه له افغانستان سره د کال څه باندې درې میلیارده ډالر مالي مرسته کېږي.

هغه وايي ځينو هېوادونو د یوه کال مرستې ژمنه کړې ده، خو د ماليې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدران وايي چې دا مرستې په افغانستان کې له پرمختګونو سره تړلې دي.

د هغه په خبره ځینو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې به پرمختګونو او وضعیت ته ګوري او شرایطو ته په پام به له دغه هېواد سره د لا ډېرو مرستو د ترسره کولو یا د مرستو د قطع کولو پرېکړه کوي.

https://taand.net/%da%98%d9%86%db%8c%d9%88-%da%a9%d9%86%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3-%da%a9%db%90-%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%db%90-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa/

جینیوا کنفرانس ته که څه هم ډیری افغانان اندیښمن وه چې نړیوال به مرسته ونه کړي خو برعکس ډیری هیوادونو د مرستې اعلان وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...