چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهد ناټو پخوانی قومندان: که طالبان همداسې ادامه ورکړي، راتلونکې یې روښانه...

د ناټو پخوانی قومندان: که طالبان همداسې ادامه ورکړي، راتلونکې یې روښانه نه ده

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) متقاعد امریکايي جنرال او د ناټو پخوانی چارواکی وايي که طالبان خپلو اوسنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي نو راتلونکې یې روښانه نه ویني.

د ناټو دغه پخواني قومندان اډمیرال جیمز سټفریډس په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل یو خطرناک اقدام دی چې ښایي د امریکا متحدینو ته ستر خطرونه جوړ کړي.

هغه همدا راز ویلي چې له افغان حکومت سره درېدل د امریکا مسوولیت دی او باید ناټو ځواکونه له افغانانو د ترهګرو ډلو پر وړاندې ملاتړ وکړي.

نوموړي په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی او په وینا یې که طالبان فکر کوي چې جګړه به ګټي او یا به د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې خپلو موخو ته رسېږي، خو دا غلطه ده.

هغه وايي پر تاوتریخوالي د طالبانو ټینګار به ددغه ډلې راتلونکې تیاره کړي. نوموړي ویلي طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د امریکا له راتلونکې ولسمشر سره د سولې پروسې د مخ ته بېولو لپاره هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب