جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمایک پمپیو: نیمايي مرستې مو د سولې برخه کې له پرمختګونو سره...

مایک پمپیو: نیمايي مرستې مو د سولې برخه کې له پرمختګونو سره تړلې

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو پورې تړلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جینوا کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي، خو په دې کې درې سوه میلیونه ډالر یې د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره تړلې دي.

مایک پمپیو دغه راز د خپلې وینا پر مهال ددوحې مذاکرات د افغانانو لپاره یو زرین فرصت بللی دی او ټینګار یې کړی چې دغه پروسه افغانستان ته سوله او ثبات راوستلی شي.

مایک پمپیو یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دغه هېواد کې د افغان ځواکونو په روزنه کې هم ددوی مرستې دوام کوي.

مایک پمپیو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د دیارلس ملیارده ډالرو مرستې اعلان وشو.

https://taand.net/%d8%ac%db%8c%d9%86%db%8c%d9%88%d8%a7-%da%a9%d9%86%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%db%8c%d8%a7%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب