Home+ګرېګ بارکلي د کرکټ نړيوالې شورا نوی مشر وټاکل شو

ګرېګ بارکلي د کرکټ نړيوالې شورا نوی مشر وټاکل شو

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۵) د کرکټ نړيوالې شورا مشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شوې.

د دې ټاکنو په پايله کې نيوزیلانډی ګرېګ بارکلي وتوانېده تر نور ډېرې رايې ترلاسه او بریالی شي.

د رسنيو د راپورونو له مخې بارکلي تازه د کرکټ د نړيوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

بارکلي تر دې وړاندې د نيوزیلاند دکرکټ بورډ مشرهم پاتې شوی دی.

له نوموړي سره په دې سيالۍ کې پاکستانی عمران خواجه هم دې څوکۍ ته نوماند و.

عمران خواجه  شپږ رايې وګټلې او بارکلي لس رايې وګټلې چې، په دوېیم پړاو کې پرېکړه د برېسلي په ګټه تمامه شوه.

نوموړي په ۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ په نړيواله شورا کې ډايرکټر هم پاتې شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...