یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهجو بايډن؛ متحدو هېوادونو سره ښې اړيکې به امريکا پياوړی کړي

جو بايډن؛ متحدو هېوادونو سره ښې اړيکې به امريکا پياوړی کړي

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۵) د امریکا منتخب ولسمشرجو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي چې، له خپلو متحدو هېوادونو سره به اړیکې پراخې کړي.

نوموړی وایي دا کار ځکه کوي چې امریکا په یوازې ځان نه شي پیاوړې کېدای.

بایډن ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د اقلیمي بدلون په برخه کې له نړیوالو سره همکاري او له هېوادونو سره ښې اړیکې لرل یې د کارونو لومړیتوبونه دي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د پیاوړي کېدو او خطرونو د ختمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټرمپ تر هر څه امریکا ته لومړیتوب ورکاوه او آن د امریکا له نږدې ملګرو هېوادونو سره یې هم اړیکې ترینګلې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب