Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې د یوه دایمي اوربند لپاره سخته اړتیا ده

ملګري ملتونه: افغانستان کې د یوه دایمي اوربند لپاره سخته اړتیا ده

تاند (سه شنبه، دقوس ۴) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د جنیوا کنفرانس په څنډه کې لیدلي دي.

دیبورا په دې لیدنه کې ویلي چې، ملګري ملتونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښمن دي.

نوموړې وايي په افغانستان کې د یوه هر اړخیز اوربند د رامنځ ته کولو لپاره سخته اړتیا ده.

هغې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې پر یوه اوربند هوکړې ته سره ورسېږي.

ملګرو ملتونو همدا راز له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی او تمه یې څرګنده کړې چې د سولې روانې هڅې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

https://taand.net/%d9%81%d9%86%d9%84%d9%86%da%89-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%da%98%d8%b1-%d8%aa%d8%b1-%da%98%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d8%a7%db%8c%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...