جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور ته د امرالله صالح ګوتڅنډنه؛ حیرتان له مفسدینو پاکوم

عطا محمد نور ته د امرالله صالح ګوتڅنډنه؛ حیرتان له مفسدینو پاکوم

تاند (سه شنبه د قوس ۴) د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د اجرایه مشر عطا محمد نور او د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي.

عطا محمد نور په دې وروستیو کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې امرالله صالح  خپلو کارونو پر ځای د نورو ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي.

د ښاغلي نور په خبره د ولسمشر لومړی مرستیال هڅه کوي خپل سیاسي سیالان کمزوري کړي، په هغوی تورونه لګوي او هڅه کوي چې سیاسي اشخاص بدنامه کړي.

امرالله صالح د عطا محمد نور پر دغو څرګندونو غبوګون ښودلی او ویلي یې دي چې ټول اطلاعات یې دقیق او کره دي.

نوموړي دغه خبرې نن سه شنبه د کابل د شپږنیمو بجو له امنیتي غونډې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي.

ښاغلي صالح ویلي، د هغو افرادو چې په فساد، غصب، زورواکۍ او د ولسي خلکو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د هغوی د ازار سبب کېږي، پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او شاته نه ګرځي.

دی وايي، ډېر ژر به په حیرتان بندر کې د فساد پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او زیاته کړې یې ده چې د ټولو هغو کړیو اسناد په لاس کې لري چې په یاد بندر کې د فساد ملاتړي دي.

امرالله صالح عطا محمد نور ته ګوتڅنډنه کړې چې په چارو کې یې لاسوهنه ونه کړي او وايي چې دی به خپلو اصلاحي پروګرامونه ته دوام ورکوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال پرون دوشنبه هم ویلي وو چې پر جرمي او مافیايي کړیو ساحه تنګه شوې او هڅه کوي، چې د شپږنیمو د امنیتي غونډې د کارونو تخریب او مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «د جرمي کړیو پر سرکرده ګانو ساحه تنګه او لا هم تنګېدونکې ده، نو ځکه له بېلا بېلو لارو یې د شپږنیمو د امنیتي غونډې د تخریب لپاره هڅې پیل کړې، په یوه مناسب فرصت کې به یې دلایل ملت ته واضح کړم، موږ داسې غږونه هم په واک کې لرو، چې وايي، د خدای ج په لحاظ د ترهګرو او طالب شاه پرېږدۍ، دا شپږنیمې مه پرېږدۍ، چې بېخ یې راویست، دغه ډول اسناد او غږونه به په نېږدې کې د هغو مختلفو اړخونو ته په پام سره د ملت په واک کې ورکړو.»

1 COMMENT

  1. په اوسنى وخت داسى اقداماتو ته سخته اړتيا ليدل کيږى تر څو چى زورواکانو مخه ډب نشى او ددوى لاسونه د فساد څخه قطع نشى نو هيڅ پرمختګ به ونه وينو او د نړيوالو مرستى هم بى معنى او د ملت په ګټه به تمامى نشى نو د ښاغلى صالح صاحب او نورو چارواکو څخه همدا هيله ده چى داسى اقدمات وکړى چى له يوى خو د ملت په ګټه وى او له بلى خو د ملتوالو رضايت خپل کړى
    شخصى نظر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب