جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د پاکستاني زندانیانو په تړاو د ولسمشرغني د پرېکړې هرکلی کړی

پاکستان: د پاکستاني زندانیانو په تړاو د ولسمشرغني د پرېکړې هرکلی کړی

تاند ( سه شنبه، د قوس ۴) پاکستان د افغان حکومت له لوري د پاکستاني بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي صادق خان په تازه ټوېټ پیغام کې د ولسمشرغني د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې، له مخې به یې په افغانستان کې بندي پاکستاني بندیان خوشي کېږي.

ولسمشر غني تېره ورځ د ښه نیت په موخه په افغان زندانونو کې د پاکستاني اتباعو د خوشي کولو امر کړی دی.

دا امر کابل ته د عمران له راتګ وروسته ولسمشر غني صادر کړی.

بل لورته ځينې سیاسي فعالین بیا د ولسمشرغني پر دې پرېکړه نیوکه کوي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي چې په دې ډله کې ښايي   او طالبانو ځينې پاکستاني غړي هم خوشي شي چې، د افغانستان د ملي ګټو په زیان کار دی.

2 COMMENTS

  1. پاکستانی ترهګر به خوشی شی خو د څه شی بدل کې، آیا پنجاب به افغانانو ته تورخم بی ویزو پرانیزی، زموږ په داخلی چارو کی له لاسوهنی به لاس واخلی، افغان سوداګرو ته به د هند لار خلاصه کړی، داسی هیڅ به کیږی او نه به پنجاب افغانستان ته کوم امتیاز ورکړی دا صرف د غنی و اک غځولو لپاره کیږی کوم چی غنی پخوا هم کړی او شاید بیا یی هم وکړی، د غني په څیر بی زړه، ځانپالی انسان به افغانستان داسی کندی ته خطا کړی چی راخیژول به یی ډیر وخت ونیسی، غنی د سولی په درشل کی د هری ممکنی لاری کوښښ کوی چی سوله سبوتاژ کړی او دی خپل ناروا واک ته دوام ورکړی
    ژوندی دی وی لوی افغانستان

  2. پاکستان تل افغانی تنظیمی لیډران او حکومتی مشران لکه څلوربول چې هیڅ عقل نه لری خطاباسی اودوکه ورکوی – په دې اتباعو کې لکه دفاروقی په شان جنایتکاران شامل دی چې دسلګونو بې ګناه افغانانو وینه یې بهولې- پاکستان له دې ویریږی چې دڅیړنو په ترڅ کې چې له دې جنایت کارانو نه کیږی ټولې دمکر چلوټې یې بربنډی نشی – سره له دې چې په امنیت کې دومره زیرک مستنطیقین هم نه لرو چې له هغوی نه دګرویږنو په لړ کې یو څه واخلی اوبیا یې کشفی ارګانونو سره شریک کړی – ای ړندو اوګنګسو مشرانو یو څه ویښ شی. تر کومه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب