جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفنلنډ: افغانستان کې ژر تر ژره د دایمي او جامع اوربند غوښتونکي...

فنلنډ: افغانستان کې ژر تر ژره د دایمي او جامع اوربند غوښتونکي یو

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) د جنیوا د کنفرانس مشرتابه پلاوی په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی دی.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر او په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي کنفرانس ګډ مشر ویلي دوی په افغانستان کې د بېړني او جامع اوربند غوښتونکي دي.

پیکا هاوېستو وایي ددې وخت دی چې افغانان باید نور له جګړو او وژنو خوندي وي او په افغانستان کې ملکي تلفات پای ته ورسېږي.

هغه ویلي د جنیوا کنفرانس ټول ګډونوال په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتونکي دي.

د هغه په خبره په افغانستان کې باید ژر تر ژره بېړنی، جامع او سرتاسري اوربند تامین شي څو افغانان له روانو ناخوالو او بحرانونو وژغورل شي.

تر دې وړاندې هم د جنیوا کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده او هغه یې د مرستو ددوام لپاره مهم شرط بللی دی.

نن هم ددغه کنفرانس دویمه ورځ ده او ټاکل شوې چې مرستندویه هېوادونه په دې کنفرانس کې پر خپلو ژمنو او مرستو خبرې وکړي.

بل خوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلې چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b3-2/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب