پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهینس سټولټنبرګ: افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو

ینس سټولټنبرګ: افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) ناټو وايي اجازه نه ورکوي چې افغانستان د ترهګرو ډلو پر ځاله بدل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د ناټو هېڅ غړی نه غواړي چې سرتېري یې په دایمي توګه په افغانستان کې وي.

د هغه په خبره خو دا هم څوک نه غواړي چې په افغانستان کې دې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او دوی دې خپل سرتېري له دغه هېواد وباسي.

ینس سټولټنبرګ ویلي چې داعش او بلې هېڅ ترهګرې ډلې ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ور نه کړي او د همدې خطرونو د ختمولو لپاره به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي.

سټولټنبرګ ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د حکومت تر څنګ ولاړ دي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ددوی ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...