Homeخبرونهد پاکستان پارلمان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی

د پاکستان پارلمان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) پاکستان وایي له افغانستان سره باید د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره هڅې وشي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ رییس اسد قیصر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د نوو بابونو پرانیستلو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره پاکستان او افغانستان باید د سوداګرۍ د پراختیا لپاره داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي چې د دواړو لورو په ګټه وي او په سیمه کې د اتصال سبب شي.

هغه ټينګار کړی چې د سوداګرۍ په برخه کې باید ټول خنډونه ختم کړل شي او په سرحدي سیمو کې دې په تګ راتګ کې اسانتیا راوستل شي.

قیصر افغانستان د پاکستاني سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه لار بللې ده او دلته یې د ترانزیتي اسانتیاوو پر راوستلو ټینګار کړی دی.

قیصر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې عمران خان افغانستان ته په خپل سفر کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ژمنې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...