پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+روسیه ټویټر، فیسبوک او یوټیوب محدودوي

روسیه ټویټر، فیسبوک او یوټیوب محدودوي

تاند(سې شنبه، د قوس ۴) په روسیه کې هڅې روانې دي چې فیسبوک او ټویټر په دغه هیواد کې منع شي.

د فوربس مجلې د راپور له مخې، د روسیې د دوما یوه مخکښ غړي انتون ګورلکین یوه لایحه وړاندیز کړې چې د تصویب په صورت کې په دغه هیواد کې دا درې سترې ټولنیزې شبکې په روسیه کې منع کېږي.

ده ټویټر، یوټیوب او فیسبوک له روسیې سره په تبعیض تورنې کړي دي.

د روسیې مسکو ټایمز ورځپاڼې هم په دې اړه په راپور کې ویلي، دا لایحه پر رسنیو د روسیې فدرالي ادارې ته اجازه ورکوي چې دا درې شبکې په روسیه کې بشپړې یا قسماً بندې کړي.

د فوربس د راپور له مخې، دا قانون روسي چارواکو ته اجازه ورکوي چې فیسبوک، ټویټر او یوټیوب تر ۳ ملیون روبلو پورې جریمه هم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...