پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهوکیلانو ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو له ورتګ سره مخالفت وښود

وکیلانو ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو له ورتګ سره مخالفت وښود

تاند (سه شنبه د قوس ۴) د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په اړه د امرالله صالح وروستیو څرګندونو د وکیلانو سخت غبرګونونه را پارولي او نن یې نوماند وزیرانو ته اجازه ور نه کړه چې خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره ورځ جینیوا کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، د جرګې غړي په فساد کې ښکېل دي او باید پارلماني مصؤنیت ترې بیرته واخېستل شي.

ښاغلي صالح وویل، موږ چې کله بوديجه جوړوو ډېر شمېر لوړ پوړي چارواکي او د پارلمان غړي زموږ مخه نيسي او د فساد لپاره زمینه برابروي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یواځې په یوه برخه دې تمرکز نه کوي، بلکې ټولو مسایلو ته دې متوجه اوسي.

هغه وویل نړیواله ټولنه دې په انجیوو ګانو کې د فساد د مخنیوي په موخه له دوی سره مرسته وکړي او انجېوو ګانې دې افغانانو ته د تر سره کړیو کارونو په اړه ځواب ووايي.

نوموړي وویل، اداري فساد به وې خو له دې وروسته به څوک بې پوښتنې نه پاتې کیږي او زیاته یې کړه چې خلک د دوی له اوسنیو کارونو خوښ دي.

د ولسي جرګې غړي د امرالله صالح دغو څرګندونو غوسه کړي او له همدې امله یې نن نوماند وزیرانو ته اجازه ورنه کړه چې عمومي غونډې د پروګرامونو د وړاندې کېدو لپاره ورشي.

د جرګې غړی وایي، په داسې حال کې چې حکومت په پراخ مالي فساد کې ښکېل دی، د صالح دغه څرګندونې په هیڅ  ډول د زغم وړ نه دي.

ټاکل شوې وه نن یو شمېر نوماند وزیران ولسي جرګې ته د رایې اخیستلو په موخه خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...