پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د جینیوا کنفرانس له ګډونوالو سره دوه سندونه شریک کړي

افغان حکومت د جینیوا کنفرانس له ګډونوالو سره دوه سندونه شریک کړي

تاند (سه شنبه د قوس ۴ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د جینوا کنفرانس له ګډون والو سره د افغانستان د دولت له لوري دوه چمتو شوي سندونه شریک شوي دي.

ښاغلي اتمر له ازادي راډېو سره په خبرو کې ویلي، لومړی سند په راتلونکو ۵ کلونو کې د افغانستان د دولت د ګډ پلان په اړه دی چې په ۳ محورونو کې تنظیم شوی چې سوله، دولت جوړونه او د افغانستان د  اقتصاد او مارکیټ پیاوړتیا په کې شامله ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوهم سند د حساب ورکولو د متقابل چوکاټ په نوم دی چې په هغه کې د افغانستان د دولت او د نړیوالې ټولنې ژمنې درج شوې دي.

د هغه په خبره نړیواله ټولنه پوهېږي چې له افغانستان د مرستو دوام د دوی په ګټه دی.

که څه هم نړیوالې ټولنې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې، خو لا هم ډېر افغانان شکایت کوي چې په ژوند کې یې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

تمه کېږي چې په دې کنفرانس کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازه اعلان شي.

خو ښاغلي اتمر ویلي، نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو په پرتله د سولې په راوستلو کې زیاته هڅه وکړي.

ده زیاته کړې، حکومت غواړي چې په خپل ۵ کلن پلان کې د خپلو خلکو فوري او اوږدمهالې اړتیاوې پوره کړي او د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راوړلی شي.

د جینوا کنفرانس پرون دوشنبه پیل شو چې نن به هم دوام ولري او نړیواله ټولنه به له افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنې اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب