دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپولیسو په پاریس کې له خیمو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو...

پولیسو په پاریس کې له خیمو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره له ګازه کار واخیست

تاند(سې شنبه، د قوس ۴) د فرانسې پولیسو تېره شپه د پاریس په مرکزي برخه کې د سلګونو پناه غوښتونکو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکي بهیونکي ګازه کار واخیست.

پناه غوښتونکي چې له څو کمپونو څخه راایستل شوي وو په خپل سر د ښار په یوه مرکزي برخه کې ځان ته په دې خاطر کمپ جوړ کړی و چې بل ځای نه و ورکړل شوی.

د فرانسې نړیواله راډیو وايي چې د دغو کډوالو اکثریت د افغانانو دی.

دوی ته رضاکارو ۵۰۰ شنې خیمې ورکړې وې چې پناه غوښتونکو ته د چارواکو پام واړوي. دا خیمې د پاریس په ( Place de la République) سیمه کې درول شوې وې.

پولیس د شپې ناوخته کمپ ته ورسېدل چې وران یې کړي، او په داسې حال کې خیمې ټولې کړي چې پناه غوښتونکي یې په منځ کې وو. د پولیسو دا اقدام د پناه غوښتونکو او رضاکارانو له غبرګون سره مخامخ شو.

۳۴ کلن شهاب الدین، چې له افغانستانه راغلی، په داسې حال کې چې له خیمې په زور ایستل شوی و، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«موږ یوازې یوه سرپناه، یو ځای چې بام ولري، غواړو.»

پولیسو د دوی د تیت پرک کولو او له خیمې څخه د ایستلو لپاره اوښکې بهیونکی ګازه استعمال کړ.

دا پناه غوښتونکي دې ځای ته تر راتلو مخکې یوه اوونۍ وړاندې د پاریس له شمالي څنډې څخه ایستل شوي وو.

د پاریس پولیس وايي، په پلازمېنه کې کمپ ته احازه نه ورکوي او په وروستیو کلونو کې یې هیڅ کمپ نه دی پرې ایښی.

افغانم پناه غوښتونکی مرتضي، چې شل کلن دی، وايي«موږ د دې لپاره د پاریس دې مرکزي برخې ته راغلو جې وښيو هیڅ ځای نه لرو. د څاریو په شان نه شو اوسېدای. موږ غواړو چې د پناه غوښتونکو په شان چلند راسره وشي.»

د یوې غیرحکومتي موسسې غړې اتوپیه د پولیسو له لوري د پناه غوښتونکو د کمپ د ټولولو په اړه وویل«دوی اعتراض ختم کړ خو د ۴۵۰ تنو پناه غوښتونکو مشکل یې حل نه کړ.»

بشرپالې ډلې وايي، د کمپ له تخلیې وروسته پناه غوښتونکي په موقتي کورونو کې اوسي خو باید د هغوی د هستوګنې دایمي حل ولټول شي او پرې نه ښودل شي چې پر سړکونو ویده شي.

د پاریس مرستیال ښاروال د خیمو د لېرې کولو په اړه د پولیسو د اقدام ننګه وکړه، ویې ویل چې پولیس باید ښاري نظم وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب