جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنبیل: ولسمشر غني اسلم فاروقي آی اېس آی ته په رشوت کې...

نبیل: ولسمشر غني اسلم فاروقي آی اېس آی ته په رشوت کې ورکوي

تاند (دوشنبه د قوس ۳) د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ولسمشر غني له خوا د پاکستاني بندیانو د خوشي کېدو په فرمان غبرګون ښودلی.

ښاغلي نبیل پر خپل ټوېټر لیکلي، ولسمشر اشرف غني په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره، افغانستان ته د ستونزو د زیاتېدو سبب ګرځېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، ډاډه دی چې اشرف غني د داعش مهم غړي اسلم فاروقي په ګډون سلګونه نور پاکستاني جنګیالي چې د افغانانو قاتلان دي آی اس آی ته په رشوت کې خوشې کوي.

عبدالله اورکزی د اورکزیو ایجنسي اوسېدونکی دی او په اسلم فاروقي مشهور دی. هغه د داعش خراسان څانګې مسؤل دی چې افغان ځواکونو د روان کال په حمل میاشت کې نیولی وو.

پاکستان پخوا د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، چې دغه غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا رد شوې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې عقرب میاشتې په ۲۸مه د پاکستاني زندانیانو د خلاصون فرمان کړی دی او پکې ویل شوي چې دغه کار د ښه نیت او له پاکستان سره د دوستانه اړیکو د ټینګېدو په موخه شوی دی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره اونۍ کابل ته په یو ورځني سفر راغلی وو او له افغان چارواکو سره د ګډ لیدلوري په نوم یوه هوکړه لاسلیک کړه.

کابل ته د خان د سفر هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول او د سولې پروسه باندې خبرې کول بلل شوي دي.

1 COMMENT

  1. که حقیقت وګوری اشرف غنی او طالیب یو رقم دی
    د اشرف غنی کارونه شرموونکی او د بی غیرتی نشانی دی۰
    ای ساده وطنوالو حصوص ننګرهاریانو۰ غنی او طالیب فرق نه لری// بخوان و بدان
    خربوزه بخور به دیده بخور
    د اغزن کار او استحکامات پر دیورند کرښه جوړ شول غنی چووووووپ دی
    هر ه نقطه د سرخد کښۍ پاکستان مو خاوره لاندی کوی غنی چووووووپ دی۰
    د کنړ او کامی په بندونو د ګمبیری دشته د برق یا برشنا فابریکه نه شی جوړولای
    ایا زاړه دیوالونه او زاړه قلعه ګانی ضرور دی که بی کارانو ته کار۰ څومره بی کاران او سوال ګر موجود دی
    هر فوجی افسر او پولیس مشر چه سرحد کښی ټینګه دفاع کوی بله ورځ د غنی په امر تبدیلیږی
    د پنجابی بندیانو خلاصون او نور سلهاو امتیازات پاکستان ته۰ نو پاکستان چه د طالیب کومه توقع لری غنی ورته زیات امتیاز ورکوی د چوکی ساتلو د پاره۰
    لازم بولم چه د عبدالجبار قهرمان به شان چوکی کښی بم ورته کښیږدی
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب