جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمعصوم ستانکزی: د سولې په راتګ سره به افغان کډوال خپل هېواد...

معصوم ستانکزی: د سولې په راتګ سره به افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي

تاند (دوشنبه د قوس ۳) د سولې لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې باید د تاریخ د تکرار مخه ونیول شي.

ښاغلي ستانکزي چې نن یې جینیوا کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په اوسني پېچلي وضعیت کې له طالبانو سره خبرې کول له ډېرو ستونزو ډکې دي خو سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار مذاکرات دي.

د نوموړي په خبره، دوی به د افغانانو په استازولۍ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، افغانستان په راتلونکي کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، څو د سولې پروسې په بریالي کېدو سره د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ هېواد ته د کډوالو د بیا راستنېدو زمینه هم برابره شي.

یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان ډېر پرمختګ کړی او افغان کډوال بايد بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

په ورته مهال دغه کنفرانس د افغانستان د کډوالو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي چې د افغانستان حکومت د کډوالو د بېرته راتګ لپاره په پوره هوډ سره کار کوي، خو د بېرته راتګ لپاره یې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا ده.

د سويلي آسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيالهارټوينګ سکافر د افغان کډوالو هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه ویلي چې باید په خپل هېواد کې ورته کاري فرصتونه برابر شي او زیاته کړې یې ده چې دوی په دې برخه کې له افغان دولت سره همکاري کوي.

د افغانستان په اړه مرستندویه کنفران نن د سویس په جینیوا کې پیل شو چې سبا به هم دوام کوي او د نړۍ د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو پکې په حضوري یا انلاین بڼه ګډون کړی دی.

1 COMMENT

  1. ښاغلی عبدالمالک ځلاند:
    ،خوښ یم چې تاسو له یوه پیژندل شوي پښتو ویبسایټ سره همکار یاست
    پښتو متل دی:
    له کلي ووزه، خو له نرخه یې مه وزه.

    د پورتني خبر، نثر او د (( ورته مهال)) تر څنګ مې د څو نورو اضافي او کلیشه یې لفظونه کارول نقد کړل، عوضي مې هم درته ولیکل، خپور شو. څو دقیقې لا نه وې تیري، کمنټ دي ډیلیټ کړ.

    تاسو کولای شوای خپل ځواب ولیکئ، لیکن په خپل سر د ډیلیټ کولو حق مو نه در لود.

    د پښتو ژبي خبریال او لیکوال که نقد نه شي زغملی، په لوی لاس سرزوري کوي او په خپل سر یې ډنګوې!

    که تکرار مو کمنټ ډیلیټ کړ، د تاند ادارې ته یې کاپي لیږم.

    مهربانې وکړئ، زما کرښي بیرته را برسیره کړئ او ځواب یې راته ولیکئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب