جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ټيک ټاک تر ټولو مخکښه نجلۍ ۱۰۰ مليون ليدونکي لري

د ټيک ټاک تر ټولو مخکښه نجلۍ ۱۰۰ مليون ليدونکي لري

تاند ( دوشنبه، د قوس ۳) ټيک ټاک په ټوله نړۍ کې په ځوانانو کې مشهور اپليکېشن دى.

په لومړي ځل په دې اپليکېشن کې يوې کاروونکې د ١٠٠ ميليونه تعقيبوونکو هدف پوره کړ.

چارلي ډي اميلو په نوم دا نجلۍ د امريکا اوسېدونکې ده او هغې ته چې کوم دوه کسان نږدې دي، د هغوى د تعقيبوونکو شمېر ٥٠ ميليونه دى.

د ١٦ کلنې چارلي لیدونکي د ويل سميت نه دوه برابره، دي راک نه درې برابره، د سلينا ګومز نه څلور برابره او د کايلي جينر نه پنځه برابره زيات دي.

چارلي ډي اميلو په ډېر لږ وخت کې د ١٠٠ ميليونه لیدونکو هدف پوره کړى.

ټيک ټاک چې اوس په کوم شکل کې جوړ شوى دى، په ٢٠١٨ کال کې خلکو ته وړاندې شوى او چارلي ډي اميلو د ٢٠١٩ کال د مۍ په مياشت کې ټیک ټاک کې اکاونټ جوړکړى و.

د تېر کال د نومبر په مياشت کې د چارلي ډي اميلو لیدونکي ٦ ميليونه و خو په وروستي يوه کال کې ډېره زياته مشهوره شوه.

چارلي د ټیک ټاک ترڅنګ په يوټيوب کې او انسټاګرام کې هم ډېر زيات مینه وال لري.

د امريکا د مشهورې مجلې فوربز د يو راپور له مخې چې، چارلي ډي اميلو تېرکال د بېلا بېلو تړونونو له لارې ٤ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب