Homeخبرونهپه غزني کې یوه کس خپله لور او یو ځوان وژلي

په غزني کې یوه کس خپله لور او یو ځوان وژلي

تاند (دوشنبه د قوس ۳) د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې یوه کس د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې خپله لور په ډزو وژلې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه ‌زاده وايي، دغه پېښه بېګا په جاغوري ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

دده په خبره یاد کس د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کس لومړی خپله لور او بیا د ګاونډي ځوان زوی وژلي، چې اوسمهال قاتل له پولیسو سره دی.

د امنیه قومندانۍ مسؤلانو د نجلۍ د پلار له خولې ویلي، چې لور یې له یاد هلک سره ناروا اړیکه لرله او همدا لامل شو چې دواړه یې ووژل.

په افغانستان کې د ناموسي وژنو پېښې هر کال له ګڼ ‌شمېر کورنیو قرباني اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...