Homeخبرونهشهرزاد اکبر: ښکیل اړخونه دې د ملکیانو خوندیتوب لپاره اوربند وکړي

شهرزاد اکبر: ښکیل اړخونه دې د ملکیانو خوندیتوب لپاره اوربند وکړي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۳) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهزراد اکبر وایي، د روانې جګړې ډېری قربانیان ملکي افغانان دي.

نوموړې د ژنیو کنفرانس ته په انلاین وینا کې ویلي، د تاوتریخوالي لوړه کچه افغانانو ته د منلو نه ده او دې چارې په هېواد کې د سولې لپاره رامنځته شوی باور زیانمن کړی دی.

هغې ویلي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره باید ښکېل اړخونه تاوتریخوالی کم او پر یو سراسري اوربند توافق وکړي.

اکبر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د سولې پروسه باید ټول‌شموله وي او ټینګار یې کړی دی چې نړیواله ټولنه دې د دې پروسې بریا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....