Home+احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي په کابل کې کوي

احمد ولي هوتک خپله راتلونکې سیالي په کابل کې کوي

تاند – د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، راتلونکې لوبه د هېواد په داخل کې تر سره کوي او بهرنی سیال به یې په پلازمېنه کابل کې ورسره ولوبېږي.

ښاغلي هوتک پرون یکشنبه په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، دغه لوبه به د راتلونکي زېږدیز کال د فبرورۍ په یولسمه نېټه ترسره شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې له فرانسې، برېټانیا، اوکراین او برازیل هېوادونو څخه یو شمېر تکړه لوبغاړو له ده سره لوبې کولو ته لېوالتیا ښودلې ده، خو دا تر اوسه نه ده روښانه شوې چې راتلونکی سیال به یې څوک وي.

ښاغلي هوتک په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د لوبې ۵۰ سلنه عاید به په هغو بېوزلو ویشي چې د ژمي اسانتیاوې نه لري.

هغه دغه راز زیاته کړې، ددې سیالۍ په کولو سره غواړي نړۍ ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کړي او دا به ورته وښيي چې افغانستان یواځې د جنګ ځای نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...