جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بومي پډنيکر نوى فلم (درګامتي) د دسمبر په ١١ خپرېږي

د بومي پډنيکر نوى فلم (درګامتي) د دسمبر په ١١ خپرېږي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۳) د بالي ووډ فلمونو مشهورې اداکارې بومي پډنيکر نوى فلم (درګامتي) د راتلونکې دسمبر مياشتې په ١١مه نېټه په انلاين بڼه خپرېږي.

دا فلم چې پريزينټر يې اکشى کمار دى، مخکې د فلم نوم (درګاوتي) و، خو تېره ورځ فلم جوړونکو د فلم نوى پوسټر (عکس) خپور کړى دى او د فلم نوم يې له (درګاوتي) څخه (درګامتي) ته اړولى دى.

په (درګامتي) فلم کې د بومي پډنيکر تر څنګ ارشد وارثي، جيشو سين ګپتا، ماهي ګيل او کرن کپاډيا هم کار کوي. د دې فلم ډايريکټر جي اشوک دى، دا د ويرې فلم دى، چې د تيلګو فلم (بهاګماتهي) څخه يې کيسه اخيستل شوې ده، دا فلم په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و.

اکشى کمارد (درګامتي) فلم عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او له خلکو څخه يې پوښتنه کړې ده چې (ايا تاسې ورته تيار يئ؟) همدا راز نوموړي دا هم ليکلي دي، چې دا فلم به د دسمبر په ١١مه نېټه په امازون پرايم وېبپاڼه کې خپور شي.

د يادولو وړ ده چې بومي پډنيکر د بالي ووډ فلمونو هغه اداکاره ده، چې تراوسه پورې يې په ټولو داسې فلمونو کې کار کړى دى، چې د ښځو کردارونه پکې ډېر زورور دي.

نوموړې په يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه نه غواړي په فلم کې يوازې د نمايش په توګه راڅرګنده شي، بلکې غواړي چې د فلمونو له لارې د ښځو غږ پورته کړي.

په ٢٠٢٠ کال کې د بومي پډنيکر دوه فلمونه مخکې خپاره شوي دي او دا يې دريم فلم دى. د هغې دوه فلمونه (بهوت – پارټ ون) او (ډولي کيټي اور وه چمکتى ستارى) دواړه فلمونه خلکو ډېر خوښ کړي و. په وروستي فلم کې د دوه خويندو کيسه وي، چې په ټولنه کې پراته خنډونه ماتول غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب