جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د جرمونو په تور نیول شوي یو شمېر کسان...

په کابل کې د جرمونو په تور نیول شوي یو شمېر کسان دولتي منسوبین دي

تاند (دوشنبه د عقرب ۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په کابل ښار کې چې د دوی له لوري کوم انځورونه لګول شوي، په هغه کې ځیني یې د دولت کارکوونکي دي.

ښاغلي صالح دغه خبرې نن سهار د کابل د شپږ نیمو بجو په امنیتي غونډه کې کړي دي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر تر پلټنو لاندې کسان چې انځورونه یې د کابل ښار په واټونو کې لګېدلي د دولت کارکوونکي دي.

هغه دغه راز زیاته کړې، ددې لپاره چې ملي بنسټونو ته درناوی وشي د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي، خو زیاتوي چې په دې وروستیو اونیو کې یو شمېر نیول شوي کسان د دولت منسوبین دي، چې د جرمونو په تور نیول شوي دي.

امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د هغو کسانو چې په ښار کې یې انځورونه راځړول شوي او په جرمونو کې یې لاس نه درلود له هغوی به له حقوقي لارو بښنه وغواړي.

1 COMMENT

  1. ښاغلي امرالله صالح اوس غواړی چی وروسته له قتلونو او ملیونو ډالرو غلا خپل ځان صادق مسلمان او د ملت خادم معرفی کړی او پدی شکل سره په تدریجی ډول د زهرناکه شورای نظار قدرت دوباره کامل تر لاسه کړی او وروسته شورای نظار ، اسلامی حزب ؟ ، محقیقیان جمع خلیلیان او کمونست قالیبی مارشال دوستم سره د قاتلو طالبانو د اجنبیانو په همکاری په افغانستان کښي بیا د تباهی اور بل کړۍ شی او جو بائيدن ته په اسانی سره زمینه برابره کړی چی د پنجابی پاکستان او اخوندی ایران په مرسته افغانستان تجزئي ته زمینه برابره کړی !!!! امید دی چی داسی ونشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب