جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهرولا غني: طالبان نه دي بدل شوي، اوس هم ښځو ته ناقص...

رولا غني: طالبان نه دي بدل شوي، اوس هم ښځو ته ناقص العقلې وايي

تاند (دوشنبه، د قوس ۳) د ولسمشر غني مېرمن رولا غني د ژنیو ناستې ته په خبرو کې وویلې چې، افغان ښځې د هغې سولې ملاتړ کوي چې، په کې د ښځو حقونو او د ډیموکراسۍ تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي شي.

نوموړې زیاته کړې، داسې اوازې وې چې، طالبان بدل شوي دي خو له بده مرغه دا ډله اوس هم افغان مېرمنې ګواښي او ناقص العقلې یې بولي.

رولا غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، افغانان له جګړو ستړي شوي او د سولې لپاره له شته فرصتونو باید ګټه واخیستل شي.

د هغې په خبره: « اساسي قانون د قومونو تنوع ته درناوی لري او د هرچا لپاره په کې ځای شته، طالبان هم په کې ځایږي او افغانان ورته ښه راغلاست وایي.»

1 COMMENT

  1. محترمی رولا غنی ، د تاسو دا جمله ً اوس هم ښځو ته ناقص العقلې وايي ٍ په طالبانو پوری هیڅ ارتباط نلری بلکه ددی ناقصی جملی ویوونکی د کمونستانو ، تنظیمونو او طالبانو څخه پخوا د ځینو نافهمو کسانو له خوا استعمال درلود هیله کیږی چی پدی ارتباط د خپل میړه څخه پوښتنه وکړی امید دی چی هغه تاسو ته پدی باره کښي صادقانه معلومات درکړی ! خلیلزاد د تنظیمونو او طالبانو رهبری د ۱۹۸۱ کال راپدی خوا تراوسه پوری په اوږو لری که د تاسو له خوا صادقانه افغان ملت ته د صلحی راوستلو نیت موجود وی نو د تاسو صمیمی دوست او هم مسلکه خلیلزاد باندی فشار واچوۍ چی هغه د امریکا او پنجابی پاکستان ګټو لپاره افغان ملت ( اقلآ افغانستان دده زیږیدنی ټاټوبۍ دی ) نور قربانی نکړی اوخلیلزاد د تاسو له خوا انسانی حالت ته راتلۍ شی او داسی حالت کښي صلحه هم افغان ملت ته ممکنه ده !!! عجیبه خو دادی چی د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا د امریکا او پنجابی پاکستان په همکاری د افغان ملت پر اوږو مشهور قاتلان او چورکوونکی سپاره کړ شوی دی او اوس قاتل امرالله صالح په ډیره سپین سترګی سره د اصیل او صادق افغان ادعا کوی او همدا چیغی وهی چی لوړ تعمیرونه پر غصب شوو ځمکو باید رانسکور کړۍ شی او فساد پر ضد به مبارزه کوی او همدارنګه د غلاؤو او نورو وحشتناکو اعمالو په مقابل کښي به جدی اقدام کوی ، د نوموړی دا شعارونه ډیر ښه اما امرالله صالح اول باید خپل په چور ډالرو تعمیر وران کړی او باید صادقانه اعتراف وکړی چی ډیر بی ګناه افغانان ئي شهیدان کړی او ملیاردو کومکی ډالرو څخه د ځان ، دده خپلوانو او ملګریو له خوا غلا کړی دی او دا غلا شوی ډالرونه د ملت بودیجی ته اوس تسلیموی او دا کار د دوکتور اشرف غنی څخه رانیولی تر تنظیمونو مشرانو څخه هم باید را شروع شی نو که امرالله صالح د افغانیت اصیلتوب ته قایل شوو او دا کار وکړی نو پدی تام باور لرم چی افغان ملت به نوموړی ته خاص ځای په زړونو کښي ورکړی!!!!ډیر دردونه موجود دی نو محترمی رولا غنی اقلآ تاسو د افغان ملت لومړنی میرمنی په حیث افغان دردیدلی ملت مقابل کښي صادق پاتی شۍ !!!! د نورو څخه ددی توقع کمه لیده کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب