جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحنیف اتمر: طالبانو هېڅ ژمنه نه ده عملي کړې برعکس تاوتریخوالی يې...

حنیف اتمر: طالبانو هېڅ ژمنه نه ده عملي کړې برعکس تاوتریخوالی يې ډېر کړی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۳) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ژنیوکنفرانس ته په خبرو کې وویلې چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ژمنې سره سره جګړو ته زور ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی او له پیله تر اوسه یې په دې برخه کې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي او له هر ډول تضمین پرته یې په زرګونو طالب زندانیان له بنده خوشې کړي دي.

اتمر زیاتوي خو د دې پر ځای چې، تاوتریخوالی کم شي ډېر شوی دی او له بده مرغه د افغانانوهرسهار په خونړیو چاودنو پیلېږي.

اتمر ویلي، د سولې هڅې باید د تاوتریخوالي کمښت باعث شي او ښکېل هېوادونه دې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.

په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د بحران د مدیریت څانګې مشرجینزلنارچیچ هم ویلي چې، تاوتریخوالی د منلو نه دی او دوی به د یو سوله‌ ییز افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...