جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راتلونکې میاشت په امریکا کې د کورونا واکسین پیلېږي

راتلونکې میاشت په امریکا کې د کورونا واکسین پیلېږي

تاند(دوشنبه، د قوس ۳)   ټاکل شوې ده چې د امریکا د خوړو او درملو اداره د راتلونکې دسمبر په لسمه د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوي واکسین ته د استفادې اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د دې پروژې مسوولانو او د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د دسمبر له یوولسمې څخه به(چې د قوس له ۲۱ سره برابرېږي) امریکایانو ته د واکسین ورکړه پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، فایزر کمپنۍ به د امریکا د درملو او خوړو له ادارې د جواز له ترلاسه کولو ۲۴ ساعتونه وروسته په ټولو ایالتونو ته واکسین ورسوي او له خلکو به وغواړي چې د واکسین د ترلاسه کولو لپاره چیري مراجعه وکړي.

د فایزر کمپنۍ د مسوولانو په وینا، هر څوک باید د درو اوونیو په منځ کې دوه ځلې دوه ډوزه واکسین شي.

دوی په ډاډ وايي چې دا واکسین په سلو کې ۹۵ په کورونا وایرس د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او هیڅ راز جانبي عوارض نه لری.

د فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ یوه چارواکي منصف سلاوي وویل چې په لومړي ګام کې به روغتیاپالانو او زړو ته واکسین ورکړل شي.

تراوسه په امریکا کې، چې ۳۳۰ ملیونه نفوس لري، دوولس نیم ملیون وګړي په کورونا وایرس اخته شوي دي چې د هغو له منځه ۲ لکه ۶۲ زره مړه شوي دي.

2 COMMENTS

  1. هر څوک باید د درو اوونیو په منځ کې دوه ځلې دوه ډوزه واکسین شي.Whad does Two times two doses mean? Does it mean four doses in three weeks period or two doses in three weeks period?

    • شک مو په ځای دی خو هر چا ته یوازې ۲ ډوزه پکار دي چې باید په درو اوونیو کې ورکړل شي.مثلاً یو ډوز مو نن وکړ، بل باید په دوو نورو اوونیو کې وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب