جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+يوټيوب په خپل سایټ کې نوی بدلون راوستی

يوټيوب په خپل سایټ کې نوی بدلون راوستی

تاند ( دوشنبه، د قوس ۳) د ويډيوګانو خپرولو لپاره د نړۍ تر ټولو سترې وېبپاڼې يوټيوب اوس په خپل سايټ کې نوى بدلون راوستى دى.

یوټيوب غواړي له دې وروسته چې هره وېډيو خپرېږي، د هغې له لارې به دوى پیسې ګټي.

نړيوالې رسنۍ وایي اوس به د يوټيوب هېڅ ويډيو پرته له اعلانونو خلک ونه شي کتلى.

يوټيوب څو ورځې وړاندې په خپله پالېسۍ کې بدلون راوستى دى.

دوى وايي، له دې وروسته به په هغه ويډيوګانو هم اعلانات راځي، چې د دوى په يوټيوب پارټنر پروګرام کې نه وي شاملې.

له دې وړاندې به يوازې په هغه ويډيوګانو باندې اعلانات راښکاره کېدل، چې په يوټيوب پارټنر پروګرام کې به شاملې وې.

هغه کسان چې د يوټيوب د پالېسۍ له مخې، په يو کال کې دننه يې چېنل ١٠٠٠ سبسکرايبر او ٤ زره ساعتونه واچ ټايم پوره کړى وي، نو هغوى به ګټه ترلاسه کوي.

يوټيوب غواړي چې د دې بدلون سره نه يوازې دا چې د سترو شرکتونو او د خپلو ليدونکو نږدې والى راولي، بلکې له دې سايټ څخه ډېرې پېسې هم ګټل غواړي.

د دې بدلون تر څنګ يوټيوب ځينې شرطونه هم بدل کړي او هغه دا چې کوم خلک په يوټيوب کې پېسې ګټي، د هغوى له پېسو څخه به ټېکسونه هم ورکول کېږي.

دا نوى بدلون تر ټولو مخکې په امريکا کې پلي شوى دى او ويل کېږي چې په ٢٠٢١ کال کې به په ټولو هېوادونو کې عملي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب