ژباړن: ډاکټر عطاالله زيارمل
د هغو دوو کسانو پاتې شونې موندل شوي چې تر میلاد ۷۹ کاله وروسته د پخواني روم په پامپیې نومې ښار کې د اور غورځېدونکي غره د فعالېدو له امله مړه شوي وو. د دوی دغه پاتې شونې د چارشنبې په ورځ د نوامبر د میاشتې په ۱۸مه د ایټالیا په اوسني ښار پامپیې کې د کېندنو په ترڅ کې موندل شوي چې د کرونا وبا سره سره جریان لري.
د ایټالیا د کلتور وزارت د شنبې په ورځ وویل چې لرغونپېژندونکو دغه دوه کسان چې په استثنايي ډول یې پاتې شونې ډېرې خوندي دي، موندلي او د هغوی د مړينې لامل یې هغه اور غورځوونکي فعالیتونه په ګوته کړي چې تر میلاد ۷۹ کاله را وروسته یې د پخواني روم د پامپيې ښار نړولی و.
په دغو دوو کسانو کې یو یې ښايي د لوړې طبقې سړی و او عمر یې د ۳۰ او ۴۰ کلونو تر منځ ښودل شوی، چې تر غاړې لاندې یې هم تر اوسه د وړیو د دستمال نښتی لیدل کېږي. دویم بیا کس شاید د ۱۸ او ۲۳ کلونو په عمر یو غلام وي چې د سختو کارونو له امله یې د ملا د تير مورې ماتې شوې دي.
دغه موندې په سویتا ګولیانیا کې چېرې چې د پخواني پامپیې د ښار د شمال لویدیځ په ۷۰۰ متري کې تر ځمکې لاندې د کیندنو یوې سمڅې کې ترسره شوي دي.
د دواړو سړیو غاښونه او هډوکي خوندي پاتې دي او هغه خلا چې د دوی د نرمو انساجو له امله منځته راغلې هغه په پلستر باندې ډکه شوې او همداسې سخته پاتې شوې او بیا ترې لېرې شوې چې د دوی د بدن شکل یې غوره کړی دی.
پامپیې د ناپلیس ښار جنوب ختیځ ته په ۲۳ کیلومټرۍ کې پروت دی، چې د اورغورځېدونکو فعالیتونو له واقع کېدو وړاندې د ۱۳۰۰۰ کسانو د اوسېدو ځای و کوم چې بیا په هغې پېښه کې تر ایرو، شګو، او خاورو لاندې شول او د وخت په تېرېدو کنګل شول.
دغه موندنې تر ۱۶ مې پېړۍ پورې نه وې ترسره شوې، چې بیا یې په منظم ډول د ۱۷۵۰ کال په شاوخوا کې کېندنې پیل شوې. په دې وروستیو کې ډېره پاملرنه د دې لپاره ور واوښته چې د دغو کیندنو ځینې برخې ونړېدې او پخوانۍ ورانۍ او ویجاړۍ یې لا نورې را برسېره کړلې.
د خبر منبع: رویټرز
عکس هم د رویټرز دی