سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهسېف دي چلدرن؛ په متوسط ډول د ورځې ۵ افغان ماشومان وژل...

سېف دي چلدرن؛ په متوسط ډول د ورځې ۵ افغان ماشومان وژل کېږي

تاند(دوشنبه، د قوس ۳) سېف دي چلدرن وايي، له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په جنګ ځپلي افغانستان کې هره ورځ په متوسط ډول ۵ ماشومان وژل کېږي یا ټپیان کېږي.

د ماشومانو د ملاتړ دې ادارې نن (دوشنبه) وویل، د ملګروملتو شمېرنې ښيي چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۶ زره ۲۵ ماشومان وژل شوي دي.

دې موسسې په جینیوا کې له افغانستان سره د مرستندویو هیوادونو تر مهم کنفرانس وړاندې په مرستندویو هیوادونو ږغ وکړ چې د افغان ماشومانو راتلونکې خوندي کړي.

د سېف دي چلدرن پر اساس، افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په ۱۱ تر ټولو خطرناکو هیوادونو کې دی.

دا موسسه وايي، په ۱۹۱۹ کې په افغانستان کې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات ماشومان وژل شوي. په دغه کال ۸۷۴ ماشومان وژل شوي او ۲۲۷۵ نور ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې، د هغو ماشومانو په منځ کې چې تېر کال په افغانستان کې وژل شوي په درو کې تر ۲ ډېر هلکان دي او اکثره د ښکېلو خواوو په نښتو، په لارو کې د خښ شویو ماینونو او انتحاري حملو کې وژل شوي دي.

راپور وايي چې د افغان ماشومانو پر ښوونځیو په پر له پسې حملې شوي دي.

سېف دي چلدرن وايي، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ ترمنځ پر ښوونځیو تر ۳۰۰ ډېرې حملې شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راځي نه یوازې نا امني، بلکې کمزوری اقتصاد، شاقه کارونه او ناوړه ټولنیز وضعیت هغه څه دي چې، د ماشومانو ژوند ته یې خطرونه جوړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب