جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ایا په افغانستان کې د ښوونځیو بندول د کورونا ناروغۍ خطر کمولای...

ایا په افغانستان کې د ښوونځیو بندول د کورونا ناروغۍ خطر کمولای شی؟

دوکتور وریښمین سباوون، ایم دی، پی ایچ دی

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان اسلامی جمهوریت کابینی پریګړه کړی چی د کورونا وایرس ناروغی ددویمی چپی پر مهال د مرګ او مړینی د کمولو په نیت په ټول هیواد کی پوهنتونونه د روان هجری لمریز کال د لیندی له اتمی نیټی څخه د کب د میاشتی تر 15 نیټی پوری وتړی. داسی ویره شته چی ممکن ښوونځی هم د همدی موخی لپاره په راتلونکی کی بند او وتړل شی. ایا په افغانستان کی به د ښوونځیو بندول پر ځای او سم کار وی؟ څه کول په کار دی؟ زه د عامی روغتیا د یوه مسلکی شخص په توګه په افغانستان کی د کورونا ناروغی په موجوده وخت کی د ښوونځیو تړل د هیواد په ګټه نه ګڼم، تخنیکی اړخونه یی په دغه لیکنه کی څیړم او ضمنا د هیواد له اړونده ارګانونو څخه هیله کوم چی د تعلیمی ادارو په بندوونه کی له ډیر احتیاط څخه کار واخلی او مسلکی برخورد وکړی.

د نړی اکثرو هیوادونو د کورونا ناروغی په پیل او لمړی چپه کی ښوونځی د ناروغی د سرایت او د کوچنیانو د ژغورلو په پار وتړل. دغه پریکړی یی د انفلوانزا د پاندیمی له تجربو څخه د زده کړو پر بنسټ وکړی، د انفلوانزا د پاندیمی پر مهال هم ښوونځیو بندونه د وبا په لومړیو وختو کی ګټوره ثابت شوی وه. 

د ښوونځیو بندوونه د دوو موخو لپاره ترسره کیږی. لمړی دا چی کوچنیان له ناروغی څخه خوندی وساتل شی او دویم دا چی د ناروغی د خپراوی مخه ونیول شی. که ددغو دوو موخو له نظره په هیواد کی د کورونا وضعیت ته د نړیوالو معلوماتو او څیړنو په پام کی نیولو سره وګورو، ممکن دا ستونزه ښه واضیح شی چی ایا د کورونا ناروغی په اوسنی وضعیت کی د ښوونځیو بندونه به سم کار وی او یا نه؟

د نړی په کچه د کورونا د ناروغی د موجوده پیښو یواځی 8.5%  له 18 کاله کم عمره کوچنیانو کی رامنځته شوی او 91.5%  یی له 18 کلونو څخه په لوړ عمر کسانو کی ثبت شوی دی. د کورونا ناروغی دغه کچه له 18 کاله کم عمره کوچنیانو کی په اروپایی هیوادونو کی له پنځو فیصدوڅخه کمه او په جاپان کی د دوه فیصدو په شاو خوا کی ده. په داسی حال کی چی په افغانستان کی یی پدی عمر خلکو کی کره فیصدی معلومه نه ده او نه هم له 18 کالو کم عمره سروی شوی دی. متاسفانه په ملی کچه د کورونا د پیښو یوه سروی د روان عیسوی کال په مینځنیو میاشتو کی ترسره شوه چی د هیواد په کچه د کورونا د پیښو تخمین وکړی، په دغه سروی کی هم له 18 کالو کم عمره کوچنیان نه و سروی شوی. په هرصورت، په افغانستان کی به هم د ټولو راپورشویو کورونا ناروغانو کی د کوچنیانو فیصدی کمه وی. د ناروغی د شدت له مخی په کورونا اخته کوچنیان اکثره بی اعراضو او یایی ناروغی ډیره خفیفه وی، او پدی توګه ډیر یی نه تشخیصیږی. کوچنیان د کورونا له امله د کاهلانو په نسبت ډیر کم په شدیده ناروغی اخته کیږی یعنی په روغتون کی تری ډیر کم بستر کیږی. په لنډ ډول په کوچنیانو کی ناروغی خفیفه نو له دی امله یی مرګ او مړینه هم ډیره کمه وی. که وقایوی او احتیاطی تدابیر په ښوونځیو کی په پام کی ونیول شی ممکن د کورونا وایرس کوچنیان د ښوونی او روزنی او پرمختیایی موخو څخه راوه نه ګرزوی.

  په ټوله نړی کی د کورونا پیښی د وبا له پیل څخه تردی دمه له ۵۵ میلیونو څخه اوړی، خو د نړی د سلهاو زرو ښوونځیو څخه یواځی په یو څو کی یی د کورونا وبا خپراوی تثبیت شوی دی چی ممکنه علت یی په کوچنیانو کی د اعراضو نشتوالی وی. په دی هکله څیړنی روانی دی چی ایا بی اعراضو کوچنیان چی په کورونا اخته وی وایرس نورو ته لیږدولای شی او که نه او که لیږدوی یی نو په کومه کچه؟ څیړنو جوته کړی چی د ښوونځی له کوچنی څخه بل کوچنی ته د کورونا وایرس سرایت غیر معمول دی. د کورونا ناروغی هغه پیښی چی په ښوونځیو کی پیدا او یا تشخیص شوی دی، ښودلی ده چی دغه کوچنیان یی د کورنی د نورو اخته غړو په واسطه منتن شوی نه د اخته د زده کړیالانو په واسطه. د عامی روغتیا څیړونکی په دی اند دی، که چیری ټولنیز واټن، حفظ الصحه، او نور ټولنیز اقدامات په ښوونځیو کی په پام کی ونیول شی، د ښوونځی رول د وایرس په خپراوی او محیطی ککړتیا کی د نورو مشاغلو په نسبت چی ورته انسانی ازدهام لری، ډیرکم دی. له بله اړخه په ځنو اروپایی ملکونو کی د ښوونځیو خلاصیدو د کورونا وایرس په محیطی سرایت کی اغیزمن رول نه دی لرلای. موجوده څیړنی دا په ګوته کوی چی یواځی د کوچنیانو د پاملرنی او ښوونیزو مرکزونو بندونه موثر اقدام نه دی چی د کورونا وایرس ټولنیز خپراوی کنترول کړی اوهم یی بندوونه کوچنیانو ته اضافی مصونیت هم نه ور په برخه کوی. همدارنګه یواځی د ښوونځیو بندونه د نورو ټولنیزو مداخلو پرته هیڅ ګټه نه لری. نو ددغو دلایلو له امله د افغانستان حکومت باید په ټول هیواد کی ښوونځی او تعلیمی مرکزونه بند نه کړی. بندوونه به یی یو غیر مسلکی او غیر علمی تصمیم وی.

له بله اړخه د ښوونځیو او تعلیمی ادارو خلاصوالی د کوچنیانو په روغتیا، تعلیم او پرمختګ، د کورنی په عاید او د هیواد پر اقتصاد مثبت تاثیرات لری، خو بر عکس بندونه یی د کوچنیانو فزیکی او روانی حالت خرابوی، د کور د غړیو له خوا ممکن د شوخی له امله ووهل شی او روانی حالت یی نور هم خراب شی؛ او په ټوله کی د هیواد په راتلونکی او اقتصاد ناوړه اغیزه وکړی. د افغانستان په شرایطو کی انلاین یا انترنټی زده کړی او هم لیری واټنه تلویزیونی او رادیوی زده کړی د برق ، رادیو او تلویزون، او یا دواړه د نشتوالی او کیفیتی ستونزو له امله ناکامی او موثره نه وی او په نږدی ایینده کی یی هم امکان نشته چی موثریت یی زیات شی. له دی امله د ماشوم د ښوونی لپاره بل مناسب بدیل هم نه لرو، نو ولی په لوی لاس کوچنیان او زده کړیالان له ښوونی، زده کړی او پر مختګ منع شی!

د افغانستان دولت ته څه په کار دی؟

  1. ښوونځی او تعلیمی اداری باید خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړی. د ښوونځیو پر ځای باید نور بیروباری او ګنه ګوڼی لرونکی ځایونه لکه د ودو تالارونه، لوبغالی، سینماګانی، ورزشی او سیلی کلبونه، او نورو ورته ځایونه بند او یا یی فعالیتونه محدود، سم او یا کنترول شی.
  2. د عامی روغتیا وزارت باید په ملی کچه د کویډ-۱۹ ناروغی خطر په هر ولایت، ښار، او ولسوالی کی معلوم او نقشه کړی. د هر ولایت ،ښار، او یا ولسوالی د خطر پربنسټ باید اقدامات ترسره شی.
  3. په هغو ښارونو او یا ولسوالیو کی چی پیښی په کی په کلستری توګه رامنځته کیږی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کی د ماسک استعمال باید جبری شی. البته له پنځو کالونو کم عمره کوچنیان باید له دی امر مثتثنی وی چی روانی ستونزی ورته پیدا نه شی. د زده کوونکو تر منځ یو متر فاصله او حفظ الصحوی شرایط (لاس په الکولو غوړول او یا په صابون وینځل) باید په جدی توګه مراعت شی.
  4. په هغو ولایتونو او ښارونو کی چی د کورونا ناروغی خطر کم او یا نه وی یعنی د کورونا ناروغی پیښی پکی سپوراډیک او یا هیڅ نه وی، د ماسک استعمال باید جبری نه بلکه زده کړیالان ورته وهڅول شی. که ټولنیزه یو متره فاصله په  ښوونځیو کی مراعت شی غوره او سم کار دی او که ممکن نه وی نو بیا پروا نه کوی. حفظ الصحه باید په سمه توګه مراعت شی.
  5. د ښوونځیو روغتیایی ظرفیتونه باید لوړ شی. په هر ډول خطر لرونکی سیمه کی باید د کوچنیانو تبه له ښونځی څخه له داخلیدو وړاندی چک شی. که تبه یی 37.5 درجی د سانتی ګراد او یا تردی لوړه وه ښوونځی ته باید داخل نه شی او روغتیایی مرکز ته ولیږل شی. ښوونځی ته د داخلیدو په وخت کی د هر زده کړیال لاسونه باید په الکولی سپری پاک شی. د زده کړیالانو صنفونه باید د تهویی وړ وی یعنی هوا ور داخل او هم تری ووزی.

 نوټ: دغه لیکنه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کابینی تصمیم چی پوهنتونونه یی د یوی خاصی مودی لپاره تړلی دی نه رد او نه تایدوی. په تخنیکی توګه پوهنتونونه هغه وخت تړل کیږی چی په کورونا ناروغی د اخته کیدو خطر لوړ وی او محصلینو ته د مخامخ زده کړو پرځای د انلاین زده کړو زمینه برابره او مهیا وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب