جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسراج: طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ځانمرګو بریدګرو د پېر او...

سراج: طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ځانمرګو بریدګرو د پېر او پلور بازار جوړ کړی

تاند (دوشنبه د قوس ۳) د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیاء سراج وایي، طالبان اوس هم له بهرنیو ترورېستي ډلو سره منظمې اړیکې لري او په ګډه یې د ځان مرګو بریدګرو د پیرلو او پلور بازار جوړ کړی دی.

ښاغلي سراج دغه څرګندونې نن د ولسي جرګې په تالار کې د خپلو راتلونکو کاري پلانونو د وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

د ملي امنیت سرپرست وايي، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو تروریستي شبکو د غړیو اوسېدو ته زمېنه برابره کړې ده او د هغوی په مرسته بېلا بېل بریدونه تر سره کوي.

هغه زیاتوي، د ملي امنیت د معلوماتو له مخې دې ډلې د ځان وژونکو د بازار سربېره یو له بل سره د روزنې په برخه کې هم مرسته کوي او د بریدونو پر مهال له یو بل ځانمرګي بریدګر اخلي.

د احمد ضیاء سراج په خبره په افغانستان کې د ډېرو بریدونو پلان یوه ډله جوړوي، دویمه ډله یې لوجیستیکي امکانات ورته برابروي او درېیمه هغه یې انتحاریان ورته ورلېږي.

د ملي امنیت سرپرست دا هم وویل چې افغان ځواکونه اوسمهال له شلو ډېرو ترهګریزو ډلو سره په مبارزه بوخت او زیاته یې کړه، چې د سیمې هېوادونه په مستقیمه او غیر مستقیه توګه ددغو ډلو ملاتړ له ځان سره لري.

دده په خبره چې ددې ډلو یو شمېر یې د هېواده بهر دي، خو د طالبانو په مرسته په افغانستان کې فعالیتونه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست ټینګار وکړ، نه یواځې افغان ځواکونه له خپلې خاورې او خلکو د ساتنې لپاره مبارزه کوي، بلکې د سیمې د هېوادونو د امنیت د تامین په خاطر له یادو ډلو سره جنګېږي.

1 COMMENT

  1. احمد ضیا سراج صاحب تاسی باید اول د وطنوالو همکاری ځانته جزب کړی
    په دوهم قدم باید تکړه صادق نماینده ګان په ولس کښی ولری
    ستاسی نماینده په هر قشز لکه ملا سلمانی ډرایور خیاط موچی کندی(بیوه) خیرات غوښتونکی دهقان کښی ولری تر هغی چه حقیقت لرونکی راپور ولری۰
    خلک باید صادقانه د خپلو امنیتی قواوو سره په را پور ور کولو کښی صادق وی۰
    ژمونږ امنیتی ورونه د سرپه قربانی ترورستان نیسی او د زندان تمبو ته یی اچوی هو غنی
    یی مفت رایګان پاکستان ته په لاس ورکی۰ افسوس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب