تاند(سې شنبه، د قوس۴) د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن پرون (دوشنبه) د راتلونکي حکومت لپاره د خپل ملي امنیت او بهرني سیاست ټیم معرفي کړ.
د هغې خبرپاڼې له مخې چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ویبپاڼې خپور کړی، انتوني بلینکن د بهرنیو چارو وزیر، جیک سالیفن د ملي امنیت سلاکار، لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې او جان کیري په اقلیمي چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی او د ملي امنیت شورا غړی اعلان شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر به په اقلیمي شورا کې ځانګړی استازی لري چې ورسره په یو وخت به د ملي امنیت شورا غړیتوب لري.
ولسمشر ټرمپ اقلیمي مسایلو ته ډېر پام نه کاوه.
د ټرمپ حکومت سږ کال رسماً د پاریس د چاپېریال ساتنې له تړونه ووت.
منتخب ولسمشر جو بایډن په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ژمنه کړې وه چې که بریالی شو د پاریس اقلیمي تړون ته به بېرته ستون شي.
جان کیري، چې د اوباما د حکومت په مهال د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د بهرنیو چارو وزیر و او د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ یې د ملي یووالي د حکومت په جوړولو کې رول ولوباوه، د امریکا په استازیتوب د پاریس اقلیمي تړون لاسلیک کړی و.
دا تړون، له دې سره سره چې د امریکا په شان ځینو هیوادونو ته اقتصادي زیان لري، د نړۍ د هوا او اقلیم له ښه کېدو سره مرسته کوي.
جیک سالیفن، چې د بهرنیو چارو وزیر نومول شوی، ۴۳ کلن دی او د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مېرمن هیلري کلنټن د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د انتخاباتي مبارزې سلاکار و.
همداراز اوریل هاینس ته د ملي استخباراتو مرستیالي ورکړل شوې ده. دا به لومړنۍ ښځه وي چې دا چوکۍ ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده چې د اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حکومت دوره د جنورۍ په شلمه پای ته ورسېږي.