سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپامپیو له افغان دولتي او طالب پلاوو سره د سولې پر ولاړ...

پامپیو له افغان دولتي او طالب پلاوو سره د سولې پر ولاړ حالت خبرې وکړې

تاند(یکشنبه، د قوس ۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، چې پرون ماښام (شنبه) قطر ته ورسېد، په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو له استازو سره جلا – جلا وکتل.

پامپیو قطر ته تر روانېدو مخکې ویلي و چې دوحې ته ځي چې د افغانستان د سولې د ولاړ حالت د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د دولت او طالبانو له استازو سره وویني.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی ډاکتر محمد نعیم ویلي چې مایک پامپیو د طالبانو د قطر د دفتر له مشر او د طالبانو د تحریک مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر شیخ عبدالحکیم سره کتلي دي.

د ښاغلي نعیم په وینا دواړو خواوو د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې او پر هغې د دواړو خواوو د درېدا په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو ویندوی دغه راز ویلي چې دوی له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو، د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي نعیم د دغو خبرو د جزییاتو او د احتمالي پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

پامپیو، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورسره ملګری و، د افغانستان د دولت له مرکچي پلاوي سره هم وکتل. د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته وویل چې د حکومت له لوري د څه باندې ۵ زره طالب بندیانو له خوشي کېدو وروسته د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د منلو نه دی.

افغان پلاوي وویل چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د امریکا او طالبانو د ثطر د موافقې څرګنده سرغړونه ده.

که څه هم ویل شوي چې په وروستیو ورځو کې د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی خو څرګنده نه ده چې تر څه حده په کومه برخه کې پرمختګ شوی دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر وروسته له دې قطر ته لاړ چې د امریکا د کانګریس غړیو او امریکايي نظرخاوندانو وویل چې که امریکا خپل پوځیان د سولې په خبرو کې له پرمختګ وړاندې وباسي، د سولې د خبرو د بریالیتوب چانس به له لاسه ووځي ځکه چې طالبان به بیا دې ته اړتیا نه احساسوي چې د خبرو له لارې جوړ جاړی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب