پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمایمي ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله

مایمي ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د بدخشان مایمي ولسوالي یې په مکمله توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنيتي ځواکونو په مایمي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي او د هغوی بریدونه یې په شا تمبولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغو عملیاتو کې طالب جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په دې اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په یاده ولسوالۍ کې په زیات شمېر تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای شوي او طالبان نه شي کولی چې خلکو ته زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ومنله چې د مایمي ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې د مایمي ولسوالۍ د سقوط پر مهال د امنیه قومندان او د امنیت د امر په ګډون له ۲۵ زیات امنیتي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت تر اوسه امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې په هکله کوم څه نه دي ویلي.

د بدخشان د مایمي ولسوالۍ د سقوط پر مهال داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو د ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ ودانیو ته اور ورته کړی دی.

شاهدان وايي چې طالبانو د ولسوال دفتر، امنیه قومانداني او نورې ودانۍ سوځولي او یا ویجاړې کړي دي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%85%d8%a7%db%8c%d9%85%d9%8a-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%88%d8%a7%d9%84%db%8d-%d9%bc%d9%88%d9%84%db%90-%d9%88%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8d-%d8%b3%d9%88%da%81/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب