جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي

حنیف اتمر په جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ځي

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په جنیو کې د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ میلادي کال غونډه کې د ګډون په موخه نن سویس ته ځي.

دغه غونډه د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د سویس په جینوا ښار کې جوړېږي د بېلا بېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي پکې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د یادې غونډې موخه افغانستان ته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د سیاسي او مالي ملاتړ راجلبول یاد کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ښاغلی اتمر به په یاده غونډه کې تر ګډون وروسته د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون لپاره نایجریا ته سفر وکړي.

له ښاغلي اتمر سره په دې سفر کې، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د پانګونې د آسانتیا واحد رئیس عطاءالله نصیب، د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ او د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو یو شمېر رئیسان او سلاکاران هم ملتیا کوي.

دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې نن د ولسي جرګې له خوا محمد حنیف اتمر ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د باور رایه ورکړل شوه او نوموړی په رسمي توګه ددغه وزارت وزیر اعلان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب