جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان ولسي جرګې نن لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند محمد حنیف اتمر د ۱۹۷

د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵

د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد د ۲۰۶

د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي د ۲۱۴

د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي د ۲۲۰

د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري د ۱۵۴

د لوړو زده کړو وزارت نوماند عباس بصیر د ۱۹۷

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ‌ینج د ۱۹۰

د حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸

او د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو په توګه تایید شول.

د نوې کابینې دغو لسو نوماند وزیرانو تېره اونۍ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

ټاکل شوې وه دوی ته د پنجشنبې په ورځ د رایې صندوقه کېښودل شي خو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ لپاره کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوه.

پخواني معلومات: 

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%aa%d8%b1-%d8%af%db%90-%d8%af%d9%85%d9%87-%d8%b4%d9%be%da%96%d9%88-%d9%86%d9%88%d9%85%d8%a7%d9%86%d8%af-%d9%88%d8%b2%d9%8a%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%88/

1 COMMENT

  1. بس د ګوتو په شمار څو کسان دی همدا ښکته پورته کیږی نور په افغانستان قحط الرجال دی، د کورنیو چارو وزیر او د دفاع وزیر دواړه ناکام وزیران وو او دی، د دوی په وخت کی جنګ زیات شو کم نه شو بریدونه زیات شول کم نه شول، مخالفینو پرمختګ وکړ شاتګ یی نه دی کړی، نو بیا په کوم اساس د باور رایه ورکړل شوه که دا رایی په ځای معامله شوی ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب