جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان او پاکستاني ځواکونه په تورخم کې د تیارسۍ په حال کې...

افغان او پاکستاني ځواکونه په تورخم کې د تیارسۍ په حال کې دي

تاند (شنبه د قوس ۱) افغان ځواکونو تورخم کې د پاکستاني تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې، چې پاکستاني لوري یې په مقابل کې د مسافرینو پر مخ د تورخم دروازه تړلې.

د ننګرهار چارواکي وايي چې پاکستاني لوري له پخوا غوښتل نوې د ابادۍ چارې تر سره کړي او نن یې تازه تحرکات کړي چې افغان ځواکونو یې مخالفت کړی او په مقابل کې یې پاکستاني عسکرو دروازه تړلې ده.

د والي د ویاند عطاء الله خوګیاڼي وايي چې د تورخم دروازې د بېرته خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي.

بلخوا راپورونه وايي چې دا مهال تورخم کې پاکستاني او افغان پوځيان يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

ویل کېږي سلګونه کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دغه راز سلګونه لارۍ چې په خوراکي او نورو توکو بار دي دواړو لوريو ته بند پاتې دي.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو پر جوړېدو د افغان حکومت چوپتیا ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې نظر دي چې د افغانستان حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره معامله کړې ده.

تېره اونۍ ګڼ شمېر پاکستاني چارواکي او د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته په سفر راغلي و او له افغان چارواکو سره یې د تازه همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ژمنې تازه کړې.

1 COMMENT

  1. کله چې سړی دا ډول خبرونه ګوري، د سړي په مغزو کې حتماً دا خبره تېرېږي چې څه پټه معامله به شوي وي چې حکومت ورباندې غلی دی. نه پوهېږم چې حکومت ولي ورباندې غلی دی؟ کېدای شي ځواب یې همدا وي چې ، دا ګوډاګی او د امپریالیزم نوکر حکومت به همداسې هم کړي وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب