جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهولسي جرګې تر دې دمه شپږو نوماند وزيرانو ته د تائيد رايه...

ولسي جرګې تر دې دمه شپږو نوماند وزيرانو ته د تائيد رايه ورکړې

تاند(شنبه، د قوس ۱)  نن په ولسي جرګه کې د کابینې لسو نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره صندوقونه کېښودل شوي وو.

له ياد شمېر وزيرانو تر دې دمه د ماليې وزارت، کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او بهرنيوچارو وزارتونو ته نوماند وزيرانو د باور رایې ترلاسه کړې دي.

مسعود اندرابي د ۲۱۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.

همدارنګه اسدالله خالد ۲۰۶ مثبتو رایو ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو.

دغه راز عبدالهادي ارغندیوال هم د ۲۰۵ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د افغانستان د ماليې وزیر وټاکل شو.

محمد حنیف اتمر د ۱۹۷مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه او د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو.

معصومه خاوري هم له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه او په ۱۵۴ رايو د مخابراتو او معلوماتي  ټېکنالوژۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

فضل احمد معنوي ته د ۲۲۰ رایو په ترلاسه کولو سره د عدليې وزير وټاکل شو.

د پاتې نورو نوماند وزيرانو په تړاو د معلوماتو له پاره تاند سره اوسئ…

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...