جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+کابل ته د عمران خان سفر په څو تمام شو؟

کابل ته د عمران خان سفر په څو تمام شو؟

تاند(شنبه، د قوس ۱) د پاکستان جنګ ورځپاڼې کابل ته د خپل هیواد د صدراعظم عمران خان د سفر لګښت کابل ته د پاکستان د پخوانیو مشرانو د سفر له لګښتونو سره پرتله کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د عمران خان په یو ورځني سفر، چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د استخباراتو (آی ایس آی) رييس فیض حمید، په تجارتي چارو کې د صدراعظم سلاکار عبدالرازق داوود او نور پوځي چارواکي ورسره ملګري وو، ۱۱ زره ډالره ولګېدل.

  د عمران خان د سفر د لګښت په پرتله په ۲۰۱۵ م کال کابل ته د نوازشریف پر سفر ۵۸ زره، په ۲۰۱۲ م کال د راجه پروېز اشرف په سفر ۵۱ زره او په ۲۰۰۹ م کال د اصف علي زرداري سفر په ۴۴ زره ډالر لګېدلي وو.

1 COMMENT

  1. د پاکستان د سوشل میډیا په ځینو چینلونو کې (قانوني ټي وي/ پي جې پي) راغلي چې ولسمشر غني د کورونا د وبا سره د مبارزې لپاره عمران خان ته درې کروړه (دېرش میلیونه ډالر) د مرستې په توګه ورکړي. په دې چینلونو کې په دې خواشیني ښودل شوې او ویل شوي چې ځنګه پاکستان دومره نا توانه او سوالګر شو چې د افغانستان په شانې یوه جنګ ځپلي هېواد څخه هم مرسته اخلي. که دا خبر رښتیا وي، په رښتیا سره دا دلوی شرم ځای دی چې د خپلو ترخګریزو کړو وړو له برکته پاکستان دې کچې ته رسېدلی دی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب