جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهګڼو هېوادونو په کابل ښار ننني راکېټي بريدونه غندلي دي

ګڼو هېوادونو په کابل ښار ننني راکېټي بريدونه غندلي دي

تاند( شنبه، د قوس ۱) د کابل په بېلابېلو سيمو ننني راکېټي بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي.

ګڼو هېوادونو په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې دا بریدونه ټکان ورکوونکي وو.

له دې هېوادونو د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان وايي، “د سولې ضد کړۍ هڅه کوي د سولې بهیر ته زیان ورسوي، دا مهمه ده چې د دوی پر وړاندې محتاط اوسئ.”

په ورته مهال بیا ایراني سفارت ویلي چې د سفارت په انګړ کې یو توغندی لګېدلی دی خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.

کابل کې د امریکا سفارت شارژ دافیر هم نننۍ چاودنې او توغندیز بریدونه غندلي.

راس ویلسن پر ټوېټر لیکلي” موږ له خپلو افغان ملګرو سره کار کوو ترڅو د ورته بریدونو مخه ونیول شي او عاملین یې محاکمه شي.”

برېتانیا بیا دا بریدونه غندلي او تمه یې څرګنده کړې چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي.

اخوا بيا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ډول غیر مسوولانه او ړانده بریدونه ټکان ورکوونکي دي.

سرچینه کاږي چې د دغه ترهګریزو او غیر انساني بریدونو مسوولان باید پیدا او محاکمه کړل شي. ملګرو ملتونو په هېواد کې د تاوتریخوالي پر روان بهیر او ملکي مرګ ژوبلې هم اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره جوخت د امریکا سفارت په کابل کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سفرونه دې نه کوي او په خپلو ساحو کې دې پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل ښار نن سهار ۲۳ راکېټي بريدونه په بېلابېلو سيموشوي چې په کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%9a%d8%a7%d8%b1-%db%b2%db%b3-%d8%aa%d9%88%d8%ba%d9%86%d8%af%d9%8a-%d9%84%da%ab%db%90%d8%af%d9%84%d9%8a%d8%9b-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب