جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر کابل ښار ۲۳ توغندي لګېدلي؛ امریکا پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیا...

پر کابل ښار ۲۳ توغندي لګېدلي؛ امریکا پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیا کتنه کوي

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت او اروپايي اتحادیې د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو راکټي بریدونه غندلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

ښاغلي غني ویلي، د تروریزم ضد مبارزې ستراتیژۍ او د افغان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ سیاسي حللارې ته د رسېدو لامل کېږي.

د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانان باید په ډار کې ژوند ونه کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی له خپلو افغان همکارانو سره کار کوي، څو د ورته بریدونو مخه ونیسي.

د اروپايي اتحادیې استازي هم پر کابل ښار راکېټي بریدونه له وحشته ډک عمل بللی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې عام وګړي په نښه شوي دي.

د امریکا سفارت بیا له دغو راکېټي بریدونو وروسته خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

په خبرداري کې امریکايانو ته سپارښتنه شوې چې پر خپلو امنیتي پروګرامونو بیا کتنه وکړي او په افغانستان کې روان وضعیت یې بې ثباته یاد کړی دی.

نن سهار د کابل ښار په مختفلو سیمو راکیټي بریدونه وشول چې ۳۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پر کابل ښار په نننیو ۲۳ راکېټي بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبېح‌‌الله مجاهد په یادو بریدونو کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

لومړني معلومات:

د کابل ښار په مختلفو ساحو کې ۱۴ راکیټونه لګېدلي

تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۸:۵۰ دقیقې پر کابل ښار ۱۴ راکټونه توغول شوي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه راکټونه د کابل ښار په لسمه، څلورمه، دوهمه او یوولسمه امنیتي حوزو کې لګېدلي دي.

د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دا مهاله درې تنه ملکي وګړي د یادو راکټونو له امله وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.

“دغه راکټونه په لسمه حوزه، برج برق چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نژدې، چهار راهي ګل سرخ،څلورمه حوزه، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي،سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نژدې او په یوولسمه امنیتي حوزه کې مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلي سیمو کې لګېدلي دي.”

بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي تر اوسه د یادو بریدونو له امله پینځه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې چې دغه راکټونه له کومې سیمې پر کابل ښار توغول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغو بریدنو مسؤلیت نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم پر کابل ښار توغندیز بریدونه شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب